گزارشگر:سه شنبه 27 سرطان 1396 - ۲۶ سرطان ۱۳۹۶
په ولسی جرګه کې، د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر ادعا کوی چې حکومت په توره بوړه کې هېڅ پرمختګ نهدی کړی او په خبرهیې چې اوس هم د تورې بوړې ۷۰ سلنه خاوره د داعش وسلهوالو په ولکه کې ده.
ظاهر قدیر چې د دوشنبې په ورځیې په ولسی جرګه کې څرګندونې کولې، کواښ وکړ که حکومت د دوی خبرو ته پاملرنه ونهکړی، مظاهرې به وکړی، مدنی حرکتونه او ورسره به د کابل ننګرهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ وتړی.
ښاغلی قدیر زیاته کړه:
“یوه نقطهیې هم پرمختګ نهدی کړی، تاسو خپله قضاوت وکړئ، د دفاع وزیر، د قول اردو قوماندان، والی او د ملی امنیت رئیس وویل چې موږ توره بوړه تصفیه کړې، یوه لوېشت هم مخ ته نهدی تللی، توره بوړه اوس هم۷۰ فیصده د داعش په لاس کې ده.”
ظاهر قدیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوی چې څه موده وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت ویلی و چې توره بوړهیې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له داعش څخه نیولې او د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت پچیراګام او چپرهار ولسوالۍ له داعش ډلې په بشپړ ډول تصفیه کړې دی.
د یادونې ده چې د افغان ځواکونو لهخوا له داعش وسلهوالو څخه د تورې بوړې تر نیونې وروسته د ننګرهار والی ګلاب منګل او په خپله ظاهر قدیر هم تورې بوړې ته تللی وو، خو ویل کېږی چې ښاغلی قدیر همغه مهال هم ادعا لرله چې توره بوړه او شااوخوا کلی یې به بشپړ ډول له داعش وسلهوالو نهدی تصفیه شوی.
په ورته وخت کې، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې توره بوړه د افغان ځواکونو په لاس کې ده او هر ځای چې وسلهوال مخالفین سر پورته کړی، دوی بهیې وځپی.
ښاغلی وزیری وویل:
“توره بوړه زموږ په لاس کې ده، اوس هم په توره بوړه کې زموږ قوتونه، زموږ عسکر، زموږ جوزوتامونه پراته دی.”
بلخوا بیا د پوځی چارو کارپوه جاوید کوهستانی وایی، په دې وروستیو کې پاکستانی پوځیانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې عملیات کړی او په خبرهیې، راوښتی داعیشان اوس هڅه کوی چې د تورې بوړې ستراتېژکه سیمه بېرته ونیسی.
Comments are closed.