د کورنیو چارو وزارت د مقروضینو په اړه د دغه وزارت اقدامات!

گزارشگر:چهارشنبه 28 سرطان 1396 - ۲۷ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له تمویل کوونکو بنسټونو سره په دغه وزارت کې د مقروضیت پر دوسیو ګډ کار پیل کړی دی.
د دغه وزارت تامیناتی معین حمید طهماسی د سې شنبې په ورځ یوې خبرې ناستې ته وویل چې د اعاشې د برخې دوسیې چې ۳ میلیارده افغانۍ کېږی تصفیه شوی دی.
د ښاغلی طهماسی په خبره پر ۱۳۵ نورو ساختمانی دوسیو چې له ۹۱ څخه ۹۵ کلونو پورې دی ارزونه یې دوام لری.
نوموړی زیاته کړه:
“د کورنیو چارو وزارت او د تمویل کوونکو بنسټونو ګډه کمېټه جوړه شوې او ټولې دوسیې څېړلې دی چې په ټوله کې ډونران د ځینو دوسیو د پیسو ورکړې ته حاضر شوی خو په ځینو کې چې فساد موجودی نه یې ورکوی.”
د ښاغلی طهماسی په خبره شل دوسیې چې پیسې یې ورکول کېږی معلومې شوی او نورې یې له ستونزو سره مخامخې دی.
نوموړی فساد، سهل انګاری او د پروژې په پای کې د قراردادونو نه منظورېدل د دغه وزارت د مقروضیت اصلی ستوزې یادې کړې.
که څه هم ښاغلی طهماسی وایی چې د کورنیو چارو په وزارت کې فساد کم شوی خو څه موده وړاندې ولسمشر محمد غنی د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بللی و.
همدا راز په افغانستان د قاطع ملاتړ ماموریت د ارکان مرستیال ریچار قیصر هم ویلی وو چې په کورنیو چارو وزارت کې اداری فساد او کمزوری مدیرت دغه وزارت له جدی ستونزو سره مخامخ کړی.
د فساد پر وړاندې د افغانی شبکې رئیس خان زمان امرخېل بیا د دغه دوسیو په ارزونه کې پر بشپړ شفافیت ټینګار کوی.
نوموړی زیاته کړه:
“د کورنیو چارو په وزارت کې په تېر کې هم فساد و او اوس هم شته نو د دوسیو په ارزونه کې حتمی ده چې شفافیت په پام کې ونیول شی او له دې مسئلې نړیواله ټولنه او خلک خبر وی که نه د فساد لمن به لا پراخه شی.”
د نوموړی په خبره په کورنیو چارو وزارت کې د فساد د لمنځه وړلو لپاره تر هرڅه وړاندې په تشکیلاتی جوړښتونو کې اساسی بدلونونو ته اړتیا ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.