کورنیو چارو وزارت: شمال ختیځ کې د طالبانو د قوماندې مرکز له منځه وړو

گزارشگر:شنبه 31 سرطان 1396 - ۳۰ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3په بغلان کې د وسله‎والو طالبانو د بریدونو په زیاتېدو سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوی چې امنیتی ځواکونه به ډېر ژر د افغانستان په شمال ختیځ کې د وسله‎والو طالبانو د قوماندې او کنټرول تر ټولو لوی مرکز له‎منځه یوسی.
د دغه وزارت لوی امنیتی معین جنرال مراد علی مراد د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې امنیتی ځواکونه د وسله‎والو طالبانو هغه مرکز تر څار لاندې لری چې دغه ډله ترې د جګړې رهبری مخ ته وړی.
ښاغلی مراد وویل:
“موږ به د وسله‎والو طالبانو یو ډېر مهم مرکز له‎منځه یوسو، دغه ډله به بیا تر یوه کاله هم ونه توانېږی چې ځان راټول کړی، زه دغې ډلې ته په ډېر جدیت خبرداری ورکوم چې ستاسې دغه مرکز زموږ تر څار لاندې دی، لکه څنګه چې موږ د بغلان ولایت لپاره د وسله‎‎والو طالبانو نومول شوی والی هدف ګرځولی و، ډېر ژر به د دې ډلې اصلی مرکز هم له منځه یوسو، دغه مرکز که هر ځای وی ضرور یې له‎منځه وړو.”
نوموړی وویل چې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والی، مولوی شمس الدین هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې سخت ټپی شوی.
د کورنیو چارو وزارت وایی، په بغلان کې وسله‎والو طالبانو ته په تېرو درېیو ورځو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې په وینا یې دغه مرګ ژوبله د کوټې د شورا او د وسله‎والو طالبانو د مشرانو ترمنځ پراخې اندېښنې پیدا کړی دی.
د راپورونو پراساس په‎دې وروستیو څو ورځو کې وسله‎والو طالبانو د مرکزی بغلان ولسوالۍ په ګډون د دغه ولایت په پلخمری، نهرین، بورکې او ګذرګاه کې بېلابېلې حملې کړی دی.
د بغلان سیمه‎ییز چارواکی هم د وسله‎والو طالبانو حملې تائیدوی خو وایی چې افغان ځواکونو د وسله‎والو طالبانو دغه حملې یې په شا تنبولې دی.
د دغو حملو په تړاو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دی ویلی.
په همدې حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې نایب منشی فیصل سمیع بیا د افغانستان په شمال ختیځ بغلان ولایت د وسله‎والو طالبانو له جګړه‎ییز پلانه پرده پورته کوی.
نوموړی وویل، وسله‎وال طالبان پلان لری چې سږکال د بغلان له لارې کندز ته لاره پیدا کړی.
دی وایی:
“وسله‎والو طالبانو په کراتو چې د کندز له شماله کومې حملې کړی دی، که کندز یې د لنډې مودې لپاره نیولی هم دی، د کندز امنیتی ځواکونه د هوایی ډګر په لور شا تګ کړی، ځکه هغه یوه ستراتیژیکه سیمه ده او د هغه ځای نېول وسله‎والو طالبانو ته ستونزمن و، نو دولتی ځواکونه به بېرته کولی شول چې له هغه ځایه د کندز د بېرته نیولو لپاره پر وسله‎والو حملې وکړی، خو دا ځل د طالبانو پلان بدل شو، د طالبانو قوتونه له کندزه بغلان ته راغلی او غواړی بغلان سقوط کړی او له دې لارې د کندز هوایی ډګر ته داخل شی.”
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتی معین جنرال مراد علی مراد هم تائیدوی چې کندز او بغلان کې وسله‎والو طالبانو تر ډېره د جګړې فشار زیات کړی.
خو نوموړی وویل چې په بغلان او کندز کې امنیتی ځواکونه حضور لری او وضیعت ترکنټرول لاندې دی.

له بلې خوا د کندز د ولایتی شورا رئیس امرالدین ولی ازادی راډیو ته وویل چې د دغه ولایت مرکز له څلورو خواوو د طالبانو په محاصره کې دی.
نوموړی وویل چې دغه ولایت یو ځل بیا د سقوط له ګواښ سره مخ دی، که ورته پاملرنه ونه‎شی، نو ښایی ډېر ژر به سقوط وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.