د افغان پوځ د یونیفورم پر انتخاب او لګښت د جیمز متېس انتقاد

گزارشگر:چهارشنبه 4 اسد 1396 - ۰۳ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر پر خپلو مامورینو د هغه څه لپاره چې د افغان پوځیانو د یونیفورم په جوړولو میلیونونه ډالره ضایع شوی انتقاد کړی دی.
د جیمز متېس انتقاد پر دې څرخی چې ولې د افغان پوځ لپاره پلنګی جامې انتخاب شوی او اته ویشت میلیونه ډالره پرې ضایع شوی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار تېره میاشت په یوه رپوټ کې ویلی د افغانستان دوه اعشاریه یو فیصد خاوره ځنګل پوښلې، خو پوځیانو ته داسې رنګ یونیفورم د اغیزمنتیا له څېړنې پرته په ۲۰۰۷ کال کې غوره شوی دی.
د هغه یادداشت له مخې چې د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس له خوا د دفاع وزارت لوړپوړو مامورینو ته ورکړل شوی او رویټرز خبری اژانس هم پرې خبر دی ویل شوی چې د سیګار رپوټ د یوه “خپل منلی” لیدلوری بېلګه ده.
د رپوټ له مخې د افغان پوځیانو د یونیفورم د رنګ په اړه پرېکړه هغه وخت شوې وه چې عبدالرحیم وردګ د افغانستان د ملی دفاع وزیر و.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس لیکلی چې د امریکایی مالیه ورکوونکو د پیسو د بې ځایه لګښت په اړه ناسمې پرېکړې به نورې تکرارې نه شی.
اخوا د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د دغه وزارت اوسنۍ اداره د راتلونکو پرېکړو په اړه دقیق دی.
جنرال محمد رادمنش زیاته کړه:
“دا مسئله په یوه وخت پورې تړلې چې اوس موږ په باور هغه وخت تېر شوی، د افغانستان ملی دفاع وزارت اداره تر پخوا دې مسئلې ته لا دقت کوی او هوډ لری چې د فساد هر ډول مخکنیو بېلګو ته رسېدګی وشی.”
جنرال رادمنش وویل د افغان ملی اردو یونیفورم اوس هم پلنګی رنګ لری.
له ۲۰۰۲ میلادی کال راهیسې په واشنګټن کې ۱۱۰ میلیارده ډالره د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړې شوی دی.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس د خپل یادداشت په یوه برخه کې له ټولو دفاعی سازمانونو تمه کړې چې د هغو ټولو عواملو د بندولو لپاره ګام پورته کړی چې د پیسو د ضایع کېدو لامل کېږی.
سره له دې چې په تېرو کلونو کې د امریکا میلیونونه ډالره مرستې په یو ډول نه یو ډول د اصلی هدف پر ځای غیر متمرکزې لګېدلی دی خو دا هېواد بیا هم د افغانستان په اړه ژمن دی او وایی نېږدې وخت کې به څلور زره نور سرتېری هم دغه هېواد ته واستوی.
اوس وخت ۸۴۰۰ امریکایی پوځیان په افغانستان کې مېشت دی چې د نېږدې څلورو زرو په ورزیاتېدو سره به د افغان پوځیانو روزنه او مشوره ورکول لږ څه نور هم چټک شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.