د ښځو چارو وزارت: د افغان ښځو وړتیاوو ته باید پاملرنه ډېره شی

گزارشگر:سه شنبه 10 اسد 1396 - ۰۹ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایی، د ښځو وړتیاوو ته باید پاملرنه ډېره شی.
یاد وزارت په بېلابېلو برخو کې د ښځو د وړتیاوو په لوړولو ټینګار کوی او وایی، هر څومره که موږ په خپلو ستراتېژیکو پلانونو کې د مېرمنو ونډه زیاته کړو، خو چې کاری وړتیاوې نه‌وی موجودې، ګټه نه‌لری.
د ښځو چارو وزارت مسلکی مرستیالې سپوږمۍ وردګ د دوشنبې په ورځ په کابل کې، د پروموټ پروژې له‌خوا یوه جوړ شوی کنفرانس ته وویل چې د ښځو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې، د دغه ډول پروګرامونو هرکلی کوی او دوی هیله‌مند دی چې دا ډول پروګرامونه نورو ولایتونو ته هم وغځوی.
اغلې وردګ زیاته کړه:
“یوه لاره‌یې همدا ده چې موږ ځوانو مېرمنو ته د دوی د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې کار وکړو، دوی تکړه کړو، څو وکړای شی له نارینه‌وو سره په مقایسوی ډول رقابت ته چمتو شی.”
د افغانستان د ښځو چارو وزارت په داسې حال کې د ښځو د وړتیاوو په لوړولو ټینګار کوی چې په دغه هېواد کې د ښځینه فعالینو یو شمېر بنسټونو وخت په وخت دا نیوکه کړې چې په حکومتی او نورو مهمو او لویو هېوادنیو مسایلو کې د ښځو ونډه کمه ده.
افغان حکومت د خپل کار په لومړیو کې ویلی وو چې په حکومت کې به ۳۰ سلنه څوکۍ ښځو ته ورکول کېږی.
افغان ښځې وایی، حکومت ته ښایی چې دوی ته د ورکړل شویو ژمنو په برخه کې خپل شعارونه په عمل بدل کړی.
په ورته وخت کې، د پروموټ پروګرام د کارښودو د همغږۍ د ټیم مشرې لیلا رحیمی یاد کنفرانس ته وویل چې دوی شااوخوا ۵۰۰ ښځو ته د ملکی خدمتونو په برخه کې زده‌کړې ورکړی چې اړوندو حکومتی ادارو ته به‌یې د کارښودو په توګه معرفی کړی.
اغلې رحیمی زیاته کړه:
“هغه ځوانې مېرمنې چې موږ یې د خپل پروګرام په برخه کې تر خپل پوښښ لاندې راولو، هغوی مشخص عمر لری او زموږ هدف دا دې چې په کابل او هغو ولایتونو کې چې فعالیت کوو ۳۰۰۰ مېرمنې تر خپل پوښښ لاندې راولو.”
د اغلې لیلا په خبره، اوس‌مهال دوی ته ۲۵ وزارتونو او نورو اړوندو ادارو د ۱۰۰۰ خالی پوسټونو وړاندیز کړی چې د پروموټ پروګرام له‌خوا به ورته وړ کسان معرفی شی.
د یادونې ده چې د امریکا پراختیایی ادارې “یو. اس. اې. ای. ډی” په ۲۰۱۴ میلادی کال کې پروموټ یا د افغان ښځو د پیاوړتیا پروګرام پیل کړ.
د دغه پروګرام په تطبیق سره به په پنځو کلونو کې ۷۵ زره افغانې ښځې چې عمرونه‌یې له ۱۸ تر ۳۰ کلونو وی، وړتیاوې یې لوړې کړای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.