هلمند چارواکی: ګرشک کې د طالبانو یوه برید ۵ افغان سرتیری وژلی

گزارشگر:شنبه 14 اسد 1396 - ۱۳ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3افغان چارواکی وایی، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې نن د طالبانو یوه برید پینځه افغان سرتیری وژلی دی.
دا حمله چې د مقاماتو په خبره درې وسله والو وکړه د ګرشک ولسوالۍ د پیسو د تبادلې پر یوه بازار شوی دی.
د طالبانو یوه ویاند په هلمند ولایت کې د نننۍ حملې مسؤلیت پر غاړه اخېستی دی.
ګرشک د هلمند له هغو نارامو ولسوالیو څخه ده چې په دې وروستیو کې د افغان امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړه شاهده وه.
بلخوا د لښکرګاه په درېیمه امنیتی حوزه کی پنځه پولیس وژل شوی دی.
د هلمند د والی ویاند عمر ځواک وایی چې د درېیمې امنیتی حوزې اړوند د عبدالرحمن د پمپ په سیمه کې وسله والو د سرحدی پولیسو په یوه پوسته برید کړی دی چې په ترڅ کې د ټولۍ د قوماندان په شمول پنځه سرحدی پولیس وژل شوی دی او د دوهم کنډک قوماندان تورجان سخت ټپی شوی دی.
ځواک وویل، د قوماندان روغتیایی حالت نازک دی. هغه وویل په دغه برید کې چې تېره شپه ناوخته ترسره شوی دی، ګڼ شمېر وسله وال هم وژل شوی دی، خو دقیق شمېر یې مالوم نه دی.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.
پخوانی معلومات:
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
د ګرشک اوسیدونکی وایی، وسله وال په بازار کې یوه شخصی مارکیټ ته ختلی دی او د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دی او همدا شان د ګرشک ولسوالۍ د پارچاو په سیمه کې د امنیتی ځواکونو ۲ پوستې سقوط شوی دی او دم ګړی د ګرشک د بازار په یوه څنډه کې چې دهمزنګ نومېږی د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.
د هلمند د والی ویاند عمرځواک وایی، مارکیټ ته ختلی ځانمرګی برید کوونکی محاصره دی او په پارچاو کې پر امنیتی پوستو خال خال ډزې روانې دی.
هغه د دغه دواړو جګړو پرمهال د رامنځته شوو تلفاتو په اړه څه ونه ویل.
تېره ورځ ناوخته د ګرشک په یخچال سیمه کې د امنیتی ځواکونو پر یوه پوسته د موټر په واسطه ځانمرګی برید کې ۳ سرتیری وژل شوی او ۵ نور ټپیان دی.
بلخوا ځینې امنیتی سرچینی وایی، د تېرې ورځې د برید تلفات تر هغه ډېر دی چې دولتی مسؤلین یې وایی، تر اوسه په دې اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دی ویلی.
پخوانی معلومات:
په ګرشک کې یو ډله ځانمرګی برید کوونکی د صرافانو مارکیټ ته ختلی دی او د امنیتی ځواکونو سره جګړه روانه ده.

د هلمند د والی ویاند وایی، د برید کوونکو شمېره مالومه نه ده خو سیمه یې محار کړې ده او ځواکونه د برید کوونکو سره په جګړه بوخت دی.
ځواک ازادی راډیو ته وویل، د کمربند پر یو شمېر پوستو هم همزمانه بریدونه روان دی چې د سیمو د احتمالی سقوط د مخنیوی لپاره نوی سرتیری ور لېږل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته د ګرشک اړوند د یخچال په نوم سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته په ځانمرګی برید کې ۳ سرتیری وژل شوی او ۵ نور ټپیان دی، خو ځینې امنیتی سرچینې دغه شمېره لوړه بولی.
تراوسه د دغه بریدونو په اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.