اسحاق ګېلانی: یو شمېر سفیران بهرنۍ ښځې لری

- ۲۵ قوس ۱۳۹۱

په داسې حال کې، چې ولسمشر کرزی تېره ورځ له افغان سفیرانو او جنرل قونسلانو سره غونډه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو لسو کلونو یې بهرنی سیاست ډېر فعال و، د ولسی جرګې غړی وایی، چې بهرنی سیاست له ډېرو ستونزو ډک دی.
د ولسی جرګې یو غړی وایی، چې د یوشمېر افغان سفیرانو ښځې بهرنۍ دی، چې د افغانستان په بهرنی سیاست یې هم ناوړه اغېزې کړی دی.
د ولسی جرګې غړی سیداسحاق ګېلانی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان بهرنی سیاست په خورا بد وضعیت کې دی.
هغه وایی، تر اوسه زموږ بهرنی سیاست نه دی تشرېح شوی، چې له کوم هېواد سره په کومه کچه روابط ولرو.
نوموړی زیاتوی، د بېلګې په ډول افغانستان له پاکستان سره د ترهګرۍ او نورو ستونزې لری، او په تاسف سره چې په تېرو یوولسو کلونو کې افغان حکومت ونه توانېده، چې داسې یو سیاست اختیار کړو، چې بل څوک مو په منځ کې خبرې ونه کړی.
ښاغلی ګېلانی وایی، خو بیا هم اړتیا پیدا کېږی چې درېیم هېواد مداخله وکړی، یا امریکایان موږ له پاکستان سره خبرو او ناستو ته هڅوی، یا ترکان او یانور هېوادونه.
د نوموړی په خبره، همدارنګه موږ له امریکا سره ستراتېژیک تړون لاسلیکوو خو ایران بیا نه پوښتو او نه پوهېږو، چې له ایران سره په کومه کچه اړیکې ولرو، ایا امریکا زموږ خاوره د ایران په ضد استعمالوی کنه او یا دا چې موږ باید څنګه ایران ته قناعت ورکړو، چې زموږ خاوره به یې پر ضد نه کارېږی.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، دا هغه ستونزې دی چې له بده مرغه د افغانستان په بهرنی سیاست کې شتون لری.
هغه وایی، همدارنګه بله مهمه خبره دا ده، چې یوشمېر سفیران دوه ځله تقاعد شوی خو لا هم سفیران دی او دوی دغه خبره په ولسی جرګه کې هم یاده کړې او د بهرنیو چارو وزارت ته یې هم ویلی دی.
ښاغلی اسحق ګېلانی زیاتوی، دوی د بهرنیو چارو وزارت ته ویلی، چې د دغو کسانو پر ځای دې داسې کسان وګومارل شی، چې له وضعیت او چارو نه پوره خبر وی او وکولای شی چې په ټول ناستو او غونډو کې د افغانستان استازیتوب وکړی.
د نوموړی په خبره، یوشمېر داسې سفیران په ځینو هېوادونو کې سفیران دی، چې د هماغه هېواد تابعیت هم لری، دا خپله یوه ستونزه او نشی کولای چې د دوو هېوادونو د ګټو په منځ کې له خپل پلرنی ټاټوی، چې افغانستان دی، دفاع وکړی.
د ولسی جرګې یاد زیاتوی، بله ستونزه په افغان سفارتونو کې د سفیرانو او سفارت د کارکوونکیو په ژبې نه پوهېدل دی چې نشی کولای په هغه هېواد د افغانستان بهرنی سیاست تشریح کړی.
نوموړی وایی، یوشمېر سفیران بهرنۍ ښځې لری، چې دا هم په بهرنی سیاست کې د افغانستان له یوې بلې مهمې ستونزې څخه ده.
ښاغلی ګېلانی وویل، د دغو ټولو ستونزو په پام کې نیولو سره، ترهغې چې  د افغانستان بهرنی سیاست د کاغذ پر مخ رانشی او هغه پلی نه شی نو دا ستونزې به دوام ولری.
نوموړی وایی، د ولسمشر د دې کار ستاینه کوی، چې په تېرو دولسو کلونو کې په لومړی ځل سفیران او جنرل قونسلان را غوښتل کېږی او ورته تشرېح کېږی.
اسحاق ګېلانی وایی، تر کومه ځایه چې ده د ولسمشر بیانیه واورېده بیا هم ولسمشر هغو ټکو ته اشاره ونه کړه، چې ده یې یادونه کړې، څو سفیران ترې ګټه پورته کړی.
د ولسی جرګې یاد غړی وایی، د افغانستان په بهرنی سیاستو کې د ستونزو د زېږېدو یو لامل خپله د حکومت د روښانه دریځ نه شتون دی، په دې مانا چې یو هېواد مو یوه ورځ دوست او بله ورځ دښمن دی.
دی زیاتوی، تر اوسه دا روښانه شوې نه ده، چې کوم هېواد له موږ سره تلپاتې دښمنی او کوم راسره تلپاتې دوستی لری، له کوم هېواد سره سیاست کولای شو، په داسې کچه چې له موږ سره کار ونه لری.
نوموړی وایی، په تاسف سره چې له اسلامی نړۍ سره د افغانستان سیاست ډېر کمزوری دی، چې په ډېرو اسلامی هېوادونو کې افغانستان کمزوری سفیران لری، چې تر اوسه نه دی توانېدلی هغوی ته قناعت ورکړی، چې افغانستان یو اسلامی هېواد دی او له تاسو سره دوستانه اړیکې غواړی.
د هغه په وینا، د افغانستان د بهرنی سیاست بله ستونزه دا ده، چې تر اوسه افغانستان د ګاونډیانو او هغو هېوادونو چې په افغانستان کې پوځی شتون لری، ترمنځ توپیر وکړی او ګاونډیانو ته دا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به یې پر ضد نه کارېږی.
ښاغلی اسحاق ګېلانی وایی، افغانستان د شوروی اتحاد تر یرغله یو ناپېژندل شوی هېواد و، خو کله چې افغانانو د خپل هېواد د ازادۍ لپاره ملا وتړله، جګړه یې وکړه، نو په نړیوالو یې هم ځان وپېژانده چې دا خلک په خپل هېواد مین دی او د بهرنیو واکمنی او تسلط نشی منلی.
هغه زیاتوی، له دې وروسته په سیمه کې د القاعدې شتون او افغانستان ته د نړیوالو راتګ د افغانستان پېژندګلوی نوره هم زیاته کړه، ځکه خلکو له القاعدې وېره درلوده، چې په افغانستان کې مېشته وه او لوېدیځ یې ګواښه.
ښاغلی ګېلانی وویل، دا د افغان سفیرانو او دیپلوماتانو هلې ځلې نه وې، چې افغانستان یې نړۍ ته وپېژانده.
نوموړی وایی، په تاسف سره تر اوسه داسې نه دی ویل شوی، چې په کوم ملک کې افغان سفیر هلته دوه بورسونه هم پیدا کړی وی، بلکې هر څه چې کېږی هغه په کابل کې د هماغه هېوادونو سفیران یې کوی.
هغه وایی، په کار ده چې ولسمشر لومړی له هغو هېوادونو سره چې موږ ورسره ستراتېژیک روابط نه لرو او اړیکې مو ورسره روښانه نه دی، په ځانګړی ډول له ګاونډیانو سره، باید ژر تر ژره یې روښانه کړی.
د ولسی جرګې غړی اسحاق ګېلانی وویل، باید داسې سیاست غوره شی، چې موږ له ګاونډیانو او ګاونډیان مو له موږ نه خاطرجمع و اوسی، چې یو د بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوی.
دی وایی، زموږ ګاونډیان باید د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان نه ډاډ ولری او اوبو ته باید زموږ د ټرانزیټ غم وخوړل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.