پولیس: کابـل کې د وژنـو او ترور د مخنیـوی ځانګـړی پروګـرامونه چمتـو شـوی

گزارشگر:سه شنبه 17 اسد 1396 - ۱۶ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د کابل امنیه قوماندانی وایی، د ښاری امنیت د خوندیتوب د اقداماتو په دوام د ترور او وژنو د مخنیوی په هدف، ځانګړی پلانونه او پروګرامونه چمتو شوی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ امنیتی مرستیال محمد صادق مرادی د دوشنبې په ورځ په یوه خبری غونډه کې د ازادی راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې، که څه هم د ترور د ارقامو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د ترور کچه په اتمه او پنځمه امنیتی حوزه کې لوړه ده.
ښاغلی مرادی زیاته کړه: “د هرې ورځې لپاره مو د چټک غبرګون د قطعې نېږدې ۱۰۰ کسه په زیانمنو حوزو کې مواظف کړی، کنډک، حوزې او د چټک غبرګون قطعې په ګډه ځانګړی پلان جوړ کړی، ترور په اتمه او پنځمه امنیتی حوزه کې شته، ځینې سیمې چې ډېر زیانمنوونکې دی، ځانګړی پلان ورته لرو، تاسې ته وعده درکوو چې له ترورو څخه به مخنیوی وکړو.”
د ښاغلی مرادی په وینا، د دغو امنیتی پلانونو او پروګرامونو مسؤلیت د چټګ غبرګون قطعې ته سپارل شوی دی.
په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ترور او وژنې زیاتې شوې چې د وژنو تر ټولو ناوړه او تازه پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل په وزیر اباد سیمه کې د یوې کورنۍ د پنځو ماشومانو وژل وو چې تر اوسه یې وژونکی نه دی معلوم شوی.
د کابل امنیه قوماندانی وایی چې تېره اوونۍ د کابل ښار په ۱۲ مه ناحیه کې درې مرموز قتلونه شوی دی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وایی چې په تېرو ۱۰ ورځو کې په ټول کابل ښار کې، ۴۹ جنایی پېښې شوی چې په تړاو یې یو شمېر تورن کسان نیول شوی دی.
د کابل ښار اوسېدونکی وایی چې دوی دا ډول پېښو اندېښمن کړی او له امنیتی چارواکو غواړی چې د خلکو ژوند او امنیت خوندی کړی.
دوو تنو کابل ښاریانو په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: “نوم مې عرفان شاه دی، په کابل ښار کې ترور زیات شوی چې ګورې، خلک تښتول شوی، خلک وژل شوی، موږ له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د هېوادوالو امنیت او د دوی ژوند ته پام وکړی .د کابل ښار اوسېدونکی یم، په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د دولتی کسانو ترور زیات شوی چې خلک یې اندېښمن کړی او مامورین په ښه زړه دندې ته نه شی تلای.”
د کابل امنیه قوماندانی وایی چې د کابل ښار په څلورو دروازو کې د پلټونکو ماشینونو د نصبولو چارې بشپړې شوی چې دا چاره به له امنیت سره مرسته وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.