تقریباً د ۸۵ نه تر۹۰ زرو ماشومان د پولیو له واکسینه پاتې کېږی

گزارشگر:دوشنبه 23 اسد 1396 - ۲۲ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3دا ځل د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین کمپاین په داسې وخت کې په ټول هېواد کې پیل شو چې د روان زیږدیز کال له پیل تر اوسه د ماشومانو د ګوزڼ ۶ پیښې را منځته شوی دی.
د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې دغه پېښې چې ۲ پیښې یې په کندهار،۲ په هلمند، یوه په کندز او یوه هم په زابل کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د یکشنبې په ورځ د پولیو پر ضد د درېیم سرتاسری کمپاین پرانېست غونډې ته وویل، دوی په اکثرو ولایتونو کې توانېدلی چې د دینی عالمانو په مرسته د پولیو واکسین تطبیق کړی.
خو د ښاغلی فیروز په وینا لا هم کندهار او هلمند هغه ولایتونه دی چې په‎کې د ناامنیو له امله به پشپړ ډول دغه کمپاین نه تطبیق کېږی.
نوموړی زیاته کړه: “یوازینې ننګونه چې زموږ د کار پر وړاندې پاتې ده هغه تقریباً د ۸۵ تر۹۰ زرو پورې ماشومان دی چې له واکسین نه پاتې کېږی، دا هغه ماشومان دی چې په ناامنو ولایتونو لکه کندهار او هلمند کې دی، که موږ دغو ماشومانو ته ونه شو رسېدای صادقانه وایم چې د پولیو یا ګوزڼ مخنیوی ناشونې ده.”
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکی وایی، دا کمپاین به درې ورځې دوام وکړی او د پنځه کلونو ښکته شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومانو ته به په ټول هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د یاد کمپاین پر مهال به ۸،۷ میلیونه ماشومانو ته چې عمر یې د ۶ میاشوتو نه تر پنځو کالو پورې وی، د هغوی د وجود د ځواکمنتیا او معافیت د غښتلتیا په خاطر ویټامین هم A ورکول کېږی.
په ورت وخت کې بیا د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکټر پټا “Dr. Pata” په یاده غونډه کې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګورڼ د ویروس د له‎منځه وړلو په برخه کې د دغه سازمان د همکاریو په دوام ټینګار وکړ.
نوموړی وویل: “سرحدونو کې د ډېر تګ- راتګ له امله او دغه شان د افغانستان په جنوبی ولایتونو کې د مهاجرتونو په زیاتېدو سره د پولیو د پېښو د زیاتېدو اندېښنې موجودې دی، دوه تر پنځو پېښو پورې په هلمند، کندهار او زابل کې دی او موږ به د پولیو په وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاریو ته دوام ورکړو.”
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکی وایی، دوی به د یاد ویروس د ختمولو په هدف د افغانستان په سرحدی سمېو کې خپل خدمتونه پراخ کړی.
پولیو یوه ویروسی ناروغی ده چې د ماشومانو د تل پاتې فلج او معیوبیت لامل ګرځی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د افغانستان، پاکستان او نایجیریا نه پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پولیو ختم شوی او اوس نړۍ په دې فکر کې ده چې په دغو هېوادونو کې هم ژر تر ژره ختم شی.
دغه وزارت دغه شان له دینی عالمانو، د ټولنې د مشرانو او مخورو څخه وغوښتل چې د پولیو له ټیمونو سره همکاری وکړی او کورنۍ دې ته وهڅوی چې خپل ماشومان واکسین کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.