نېکلسن: پر طالبانو به سولې ته تر حاضرېدو فشارونه دوام ولری

گزارشگر:یک شنبه 5 سنبله 1396 - ۰۴ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومی قوماندان هیله مند دی چې د مخالفینو پر وړاندې په کور دننه او بهر هم د دوی پر ځالو او پناه ځایونو فشار راوستل شی.
جنرال جان نېکلسن د شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په یوې ځانګړی مرکه کې که څه هم یو په یو د دغو فشارونو یادونه ونه کړه خو ویې ویل، د داخلی فشارونو تر څنګ باید پر وسله والو مخالفینو له هېواده بهر هم فشارونه راوړل شی.
نوموړی وویل، له روسیې، ایران او د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې خبرې اترې کولای شی د سولې لپاره زمینې برابرې کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“زموږ تمه دا ده هغه فشارونه چې موږ یې د افغانستان په خاوره کې پر وسله والو مخالفینو راولو د هغوی په بیرونی پټنځایونو هم راوړل شی د روسیی، ایران او د افغانستان له نورو ګاونډیو سره ډیپلوماټیکې خبرې اترې هم د سولې خبرو ته زمینې برابرولای شی او موږ به پر وسله والو خپل ټول فشار واچوو چې د دغه هېواد خلکو ته د سولې زمینې برابرې کړو.”
جنرال نېکلسن د ازادی راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې ایا د وسله والو پر ضد په پاکستان کې هم عملیات کېږی که نه؟ وویل، په دې اړه د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ د بندو دروازو تر شا خبرې شوې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د نوی ستراتېژۍ د اعلان پر وخت پاکستان د تاوتریخوالی یوه سرچینه وبلله ویې ویل، امریکا به په دغه هېواد کې د تروریستانو د ځالو پر وړاندې غلې پاتې نه شی.
له دې وړاندې افغان حکومت بیا بیا ټینګار کړی چې تروریستان د افغانستان له خاورې د باندې پټنځایونه لری او تر کومه چې یې دا مرکزونه له منځه یو نه وړل شی په دغه هېواد کې تاوتریخوالی نه ختمېږی.
افغان چارواکو ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د تروریستانو د له منځه وړلو لپاره پر پاکستان فشارونه راوړی، ځکه د دوی په باور دا کار کولای شی چې د افغانستان او سیمې پر امنیت مثبت اغیز وکړی.
په ورته وخت کې د سولې او تاوتریخوالی د مطالعاتو مرکز یو څېړونکی وایی، امریکا او نړیوالې ټولنې ته ښایی چې د ترورېزم د ځالو، پټنځایونو او ملاتړ د ختمولو په هدف پر پاکستان اقتصادی فشارونه راولی.
حکمت الله اعظمی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“یوه ګټوره لاره چې په طالبانو او نورو ډلو فشار راوړلی شی فکر کوم اقتصادی فشارونه دی، داسې چې په هغو هېوادونو باید فشار راوړل شی چې له دوی سره مالی مرستې او ملاتړ یې کوی، زه فکر نه کوم چې پر پاکستان به نظامی فشارونه ډېره ګټه ورکړی.”
خو د پاکستان د ملی امنیت کمېټې بیا د امریکا له لوری دا تورونه رد کړی ویلی یې دی چې واشنګټن دې د جنګیالیو د له منځه وړلو لپاره د افغانستان د ننه خپل تمرکز ډېر کړی.
د سیاسی چارو کارپوه نجیب محمود وایی، که چېرې پاکستان دا ځل همکاری ونه کړه، ممکن له جدی ستونزو له هغې ډلې نړیوالو بازارونو ته د نه لاس رسی او ګڼو نورو اقتصادی ستونزو سره مخ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.