روغتیا وزارت: شااوخوا ۶۷ سلنه افغانان روانی اختلالاتو سره مخ دی

گزارشگر:سه شنبه 7 سنبله 1396 - ۰۶ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، شااوخوا ۶۷ سلنه افغانان په یو نه یو ډول له روانی اختلالاتو سره مخ دی.
د دغه وزارت په خبره چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د روانی اختلالاتو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال فدا محمد پیکان دا خبرې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روانی روغتیا روغتون د اطلاعاتی بانک، ښځو او ماشومانو لپاره د بېلابېلو څانګو د پرانېستې پر مهال وکړې.
ښاغلی پیکان زیاته کړه:
“دا مهال شااوخوا ۶۷ فیصده افغانان په یو نه یو ډول له روانی اختلالاتو سره لاس او ګریوان دی، جګړه، مهاجرتونه، کورنی تاوتریخوالی، مخدره مواد، فقر او بې کاری ټول هغه عوامل دی چې دغو روانی اختلالاتو ته یې زمینه برابره کړې ده.”
نوموړی وویل چې د دغو روانی اختلالاتو ډیری قربانی ښځې دی.
په هېواد کې د روانی ستونزو د کچې په لوړېدو سره، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د دوی هڅه دا ده چې په دې برخه کې خدماتو ته پراختیا ورکړی.
د دغو هڅو په لړ کې د دوشنبې په ورځ د نړیوال بانک د ۷ عشاریه ۶ میلیونه افغانۍ په مرسته، د کابل د روانی روغتیا په روغتون کې بېلابېلې څانګې پرانېستل شوې.
په همدې حال کې د کابل د روانی روغتیا روغتون سرپرست ډاکټر احمد خطاب کاکړ د یادې پرانېست غونډې په څنډه کې د دغو برخو د پرانېستل کېدو په تړاو ازادی راډیو ته وویل:
“په دغه روغتون کې د ښځو د راونی درملنې برخه تخریب شوې وه، هغه له جوړېدو وروسته پرانېستل شوه، همدارنګه د ماشومانو لپاره یوه نوې روانی برخه جوړه شوه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه، همدارنګه ایمرجنسی خونه چې پخوا موږ نه درلوده، هغه نوی جوړ شوه.”
که څه هم د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې خلک د روانی ناروغیو درملنې ته هېڅ ډول لاس رسی نه لری، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکی وایی، دا مهال د هېواد په پنځو زونونو کې د روانی روغتیا څانګې لری او د دوی هڅې روانې دی، څو په دې برخه کې خپل امکانات لرو پرتو سیمو ته هم وغځوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.