په ننګرهار کې چاودنې لس نجونې ووژلې دولت مسوول دی چې ناچاوده توکی له سیمو ټول کړی

- ۲۸ قوس ۱۳۹۱

په ننګرهار کې تېره ورځ د یوې چاودنې له امله کابو لس وړې نجونې ووژل شوې او دوه تنه نورې ټپیانې شوې.
د ننګرهار د ولایتی شورا غړی الحاج ذبیح الله زمری ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه د چپلیار ولسوالۍ په دولتزیو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یوشمېر ماشومانو یوه پخوانۍ مرمۍ یې ټکولې او پرې چاودلې ده.
هغه وایی، په دې چاودنه کې لس تنه وړې نجونې وژل شوی او یوشمېر نورې ټپیانې دی.
د هغه ولایت د والی ویاند احمدضیا عبدالزی ویلی، چې په دې چاودنه کې لس تنه نجونې وژل شوی او دوه تنه نورې سختې ټپیانې دی.
هغه ویلی، دغو نجونو غوښتل، خپلو کورنو ته خس او خشاک راټول کړی، چې ماین پرې چاودلی دی.
بل خوا د چپرهار ولسوال حاجی محمد صدیق وایی؛ چې وژل شوې او ټپی شوې نجونې ټولې د ښوونځی زده کوونکې وې او تېره ورځ د ښوونځی پرځای د خس او خشاکو د ټولولو په موخه له کوره وتلې وې.
ولسوال وایی، چې چاودلی ماین اوسنی نه بلکې پخوانی په یاده سیمه کې پروت و.
د ننګرهار د امنیې قومندانی ویاند حضرت حسین مشرقی وال وایی؛ چې په یاده سیمه کې د درب په نامه یو ډول بوټی دی، چې کورنی ورڅخه د سوځېدو په برخه کې ګټه اخلی.
نوموړی وایی، دغو ماشومانو غوښتل، چې د تیشې په وسیله یاد بوټی غوڅ کړی، چې په همدې مهال د تیشې څوکه پر ماین لګیدلی او پرې چاودلی دی.
خو د ننګرهار د ولایتی شورا غړی ذبیح الله زمری وویل، چې په ولایاتو کې د اداراتو کم ظرفیتی او په فساد کې د چارواکیو ښکېلتیا لامل شوې، چې  د نورو دولتی او غیر دولتی د چارو تر څنګ ماین پاکوونکې ادارې هم خپلې چارې په سمه توګه تر سره نه کړی.
ښاغلی زمری زیاتوی، له څېړنو وروسته به روښانه شی، چې ولې دغه مرمۍ په یاده سیمه کې پاتې شوې وه او د چا د کم کارۍ او بې پروایۍ له امله چاودنه رامنځته شوې ده، خو وایی، چې د کورنۍ مشران هم باید خپلو ماشومانو ته متوجه و اوسی او داسې پوهاوی ورکړی، چې له ماینونو او نورو هغو توکیو په امان کې وی، چې ژوند یې ننګوی.
د ولایتی شورا دغه غړی وویل، حکومت هم دنده لری چې ناچاوده مرمۍ او نور چاودېدونکی توکی په ناسمو ځایونو کې پرېنږدی او ورته پاملرنه وکړی، څو خلک خوندی وی.
په افغانستان کې ډېر ماینونه د پخوانی شوروی اتحاد د یرغل او له هغه را وروسته د کورنیو جګړو په پېر کې خښ شوی، خو د ماین پاکۍ یو شمېر موسسې وایی لاهم د جګړو په سیمو کې نوی ماینونه اېښودل کېږی.
په دې وروستیو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې ماینونه یوه لویه ننګونه ګنل کېږی چې د راپورونو له مخې په روانو جګړو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لامل د سړک د غاړې او یا نورو لېرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوی ماینونه دی.
د اوتاوا د تړون له مخې باید تر ۲۰۱۳ کاله د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو څخه پاکې شی، خو د ماین پاکولو ادارې د نورو ترڅنګ نا امنی دې هدف ته د رسېدو په وړاندې یوه مهمه ننګونه په ګوته کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.