مشرانو جرګه: حکومت دې د جګړې ترڅنګ د سولې دروازې هم خلاصې پرېږدی

گزارشگر:چهار شنبه 22 سنبله 1396 - ۲۱ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان مشرانو جرګه وایی، د افغانستان او سیمې د روان وضعیت په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې باید هم د مخالفینو د ځپلو او هم د سولې د پروسې پر مخ بیول، دواړه په پام کې ونیول شی.
دغه جرګه وایی، افغان حکومت باید له وسله والو مخالفینو سره د جګړې تر څنګ، د سولې دروازې هم پرانېستې پرېږدی.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار دا خبره د سې شنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونډه کې، د افغانستان او سیمې د امنیتی وضعیت په اړه، د امریکا پر ستراتیژۍ د سناتورانو له بحثونو وروسته وکړه.
ښاغلی مسلمیار وویل:
«دغې پالیسۍ ته باید دوام ورکړی او زموږ سیاسیون یې باید ملاتړ وکړی، سولې ته هم باید کار وشی او تر څنګ یې د جنګ لپاره هم باید کار وشی، ځکه تر کومه چې د دښمنانو پر وړاندې یو ښه مقاومت موجود نه وی، هغوې سولې ته نه حاضرېږی، په خپل حکومت غږ کوو چې د سولې د دروازو د خلاصولو تر څنګ، له خلکو دفاع هم وکړی.»
ښاغلی مسلمیار د افغانستان په څو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې په هر برید کې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون سلګونه ملکی کسان وژل شوی دی.
د افغان حکومت مشرانو تل پر وسله والو مخالفینو د سولې غږ کړی، خو وسله والو مخالفینو نه یوازې دا چې مثبت ځواب یې نه دی ورکړی، بلکې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
امریکا د افغانستان د ستراتیژیک ملاتړی په توګه، د افغانستان او سیمې د روانو امنیتی ستونزو د ختمولو په نیت، تېره میاشت د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره خپله نوې ستراتیژی اعلان کړه چې د ترهګرو ځپل او په ملاتړو هېوادونو یې فشارونه د دغې ستراتېژۍ مهم ټکی وو.
افغان کارپوهان هم پر دې موضوع د ټینګار تر څنګ چې یوازې جنګ د حل لاره نه ده، وایی چې د افغانستان په روانه جګړه کې بهرنۍ کړۍ او ځینی ګاونډی هېوادونه لاس لری او امریکا ته پکار ده چې د سیمې هېوادونه هم د روانې جګړې ختمولو ته وهڅوی.
د دغو کارپوهانو له ډلې پخوانی جنرال زلمی وردګ ازادی راډیو ته وویل:
«داخلی سوله افغانانو پورې اړه لری، خو بهرنۍ اجماع دوی پورې اړه لری، کوم هېوادونه چې د افغانستان ګاونډیان دی، یا له افغانستان څخه لېرې دی او په دې مسئله کې ښکېل دی، د هغوې اجماع یې باید جوړه کړې وای چې خبره سولې ته تللی وای او جنګ ختم شوی وای.»
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد راشرف غنی په وار وار دا ویلی چې د افغانستان جنګ بهرنی اړخونه لری او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتې چې د روانې ستونزې د پراخېدو د مخ نیوی په هدف، له یو بل سره همکاری وکړی.
افغان حکومت په تېره کې دا هم ویلی چې له هغو مخالیفینو سره، کوم چې سوله غواړی، سولې کولو ته تیار دی، خو هغوی چې جګړه کوی، په وړاندې به یې جګړه وکړی او افغان ځواکونه دا توان لری چې له خپل هېواده دفاع وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.