احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





د انتخاباتو له کمېسیونه د فساد د راپورونو په اړه د اکسین شبکې اندېښنې

- ۲۸ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدنی ټولنو شبکه یا اکسین وایی چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د فساد راپورونه کولای شی چې د خلکو اعتبار په دې کمېسیون کمزوری کړی.
د مشرانو جرګې د لومړی مرستیال له خوا د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د فساد د موجودیت په اړه له خبرو کولو وروسته اکسین یا د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدنی ټولنو شبکه وایی د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د فساد ادعا ګانې د دې هېواد د راتلونکې لپاره د اندېښنې وړ دی.
د دې شبکې رئیس جانداد سپین غر د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې فساد په دې معنی دی چې راتلونکی انتخابات به عادلانه نه وی او د خلکو برخه اخېستنه به پکې کمرنګه وی.
ښاغلی سپین غر وویل:
«د انتخاباتو کمېسیون یوه عادی اداره نه ده، په دې اداره کې د فساد د موجودیت د تورونو مسئله کولای شی، د شفافو انتخاباتو په برخه کې د دې ادارې وړتیاوې تر پوښتنې لاندې راولی او د خلکو اعتبار کمزوری کړی، نو په دې اداره کې د فساد موجودیت د اندېښنې وړ دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار د یکشنبې د ورځې په غونډه کې ویلی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره د اروپایی ټولنې له لوری په مرسته شویو انتخاباتی وسایلو کې د کمېسیون د دارلانشا د یوه رئیس له خوا چې نوم یې نه دی اخېستل شوی، لاسوهنه شوې چې باید په دقیق ډول وڅېړل شی.
د ده په خبره، داسې ادعاګانې شوی چې دغه مرسته شوی انتخاباتی وسایل اوس مهال په کمېسیون کې نشته او په غالب ګومان، پلورل شوی دی.
ښاغلی ایزید یار دغه شان ویلی چې اروپایی ټولنې په دې اړه درې مکتوبونه حکومت ته استولی، خو ځواب یې لا نه دی ترلاسه کړی.
د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«په ټوله کې په دې بنسټ کې نشته، خو کېدای شی چې له یو کارکونکی اداری تېروتنه وشی او خپله قانونی سزا وګوری، د هرې ادارې کارکونکی له تېروتنو خالی نه دی، نو په دې صورت کې نه شو ویلای چې ټوله اداره فاسده ده. «
له دې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سیمه ییز عملیاتې رئیس قلم یار د دې کمېسیون له یوه ولایتی رئیس نه د پنځه لکه افغانیو په اخېستو تورن شوی، خو ښاغلی قلم یار له رسنیو سره په خبرو کې دا تورونه بې بنسټه بللی دی.
اکسین د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدنی ټولنو شبکه وایی، که حکومت دا موضوعات په جدی ډول ونه څېړی، د افغانانو له راتلونکې او د ډموکراسۍ له اصل سره به یې لویه جفا کړې وی .

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.