جیمز مټېس: هېڅ هېواد باید ترهګرو ته پناهځای ورنه کړی

گزارشگر:چهارشنبه 5 میزان 1396 - ۰۴ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د امریکا دفاع وزیر نن هند ته ولاړ او د هند له دفاع وزیرې سره یې د کتنې پر مهال پر دې ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد باید ترهګرو ته پناهځای ورنه کړی.
جیمز مټېس چې کله دا خبره کوله، نو د پاکستان نوم یې وانخېست، خو د هند دفاع وزیرې له ده هیله وکړه چې اسلام اباد ته د سفر پر مهال موضوع له پاکستانی چارواکو سره شریکه کړی.
جیمز مټېس وویل، پکار ده چې په ګډه د یاغیانو د پټنځایونو غم وخورو، هند باید د افغانستان په ثبات کې مرسته وکړی او پراخه ونډه واخلی.
د امریکا دفاع وزیر د هند له دفاع وزیرې نرمالا سیتارام سره تر لیدو وروسته په نوی ډهلې کې خبرې غونډې ته وویل چې ترورېستانو ته د خوندی پناهځایونو د ورکولو لپاره، هېڅ راز زغم نه لرو، مټېس بیا په افغانستان کې د هند هڅې وستایلې او زیاته یې کړه:
«په داسې حال کې چې موږ خپله دفاعی وړتیا زیاتوو، موږ غواړو چې خپلې همکارۍ په ټوله سیمه کې د مشارکت په هدف پراخې کړو، په ځانګړی ډول موږ په افغانستان کې د هند د ګټورو مرستو هرکلی کوو او په افغانستان کې د ډموکراسۍ، ثبات او امنیت لپاره د هند هڅې ستایوو.»
جیمز مټېس د ډونالد ټرمپ د کابینې لومړی وزیر دی چې له هند څخه کتنه کوی. د ترهګرو پرضد د هڅو د زیاتېدو خبره په داسې وخت کې مطرح شوې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې پر پاکستان فشار زیات کړی، ترڅو په خپله خاوره کې د هغو وسله والو ډلو پرضد هڅې زیاتې کړی چې په افغانستان او هند کې بریدونه کوی.
پاکستان دا رد کړې ده چې وسله والو ته یې پناهځای ورکړی دی.
اسلام اباد په ورته وخت کې هند تورن کړی چې له افغانستانه د پاکستان پرضد فعالیتونه کوی.
خبری غونډې ته د هند دفاع وزیرې نرمالا سیتارام وویل چې افغانستان ته به هند پلی پوځیان وانه ستوی، خو د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې هند مرستې کړی او دې مرستو ته به دوام ورکړی.
د امریکا دفاع وزیر پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلی، وویل چې هېڅ ځای نه شی کولای چې ترهګرو ته پناه ورکړی.
د هند دفاع وزیر بیا د متحد ایالتونو له دفاع وزیر څخه وغوښتل چې د ترورېستانو د پناهځای مسئله دې له پاکستان څخه د لیدنې پر مهال له پاکستانی چارواکو سره شریکه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.