مسلمیار: تر انتخاباتو وروسته باید دودیزه لویه جرګه راوبلل شی

- ۲۴ میزان ۱۳۹۶

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وایی، د لویې جرګې رابلل د حکومت مکلفیت دی او باید د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو له انتخاباتو وروسته یې راوبولی.
فضل الهادی مسلمیار وایی، دا جرګه باید په بشپړې همغږۍ او د حکومت له خوا اداره شی.
نوموړی د یکشنبې د ورځې په عمومی غونډه کې په دې اړه وویل:
«حکومت مکلف دی چې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات تر سره کړی او په دې توګه د اساسی قانون له مخې د لویې جرګې رابللو شرایط پوره شی، که هدف دا وی چې حکومت دې دودیزه لویه جرګه جوړه کړی، ښه لاره دا ده چې له حکومت سره مشورې شریکې شی او هغه ډلې چې له جرګې ملاتړ کوی باید له حکومت سره خپل دلایل مطرح کړی.»
په افغانستان کې د دودېزې لویې جرګې پر رابللو داسې مهال ټینګار کېږی چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره حکومت ته د لویې جرګې د رابللو وړاندیز وکړ.
یو بل سناتور شېر محمد اخندزاده وایی، امنیتی وضعیت او د ولسمشر د لومړی مرستیال نه شتون د افغان حکومت د بد وضعیت څرګندې نمومنې دی او حکومت ته د خپل منځیو ستونزو د هواری په هدف د لویې جرګې رابلل یوه اړتیا ده.
د لویې جرګې جوړول او د حکومت د ننه اصلاحات هغه غوښتنې دی چې په دې وروستیو کې د یو شمېر ګوندونو او سیاسی څېرو له خوا مطرح کېږی.
خو د مشرانو جرګې یو شمېر نور غړی بیا وایی، د لویې جرګې پر رابللو ټینګار د ځینو بهرنیو کړیو په اشارو سره کېږی.
له ډلې لطف الله بابا وایی، افغان حکومت په خپل بهرنی سیاست کې ښه ځلېدلی او له همدې امله ځینې هېوادونه هڅه کوی چې افغانستان د کړکېچ په لور بوځی.
نوموړی زیاته کړه:
«په اوسنیو حالاتو کې چې هر څوک لویه جرګه غواړی، له دې پرته چې په دغه هېواد کې کړکېچ جوړ کړی او د بهرنیو په اشارې کار وکړی بله څه معنا نه لری، د دې پر ځای دې داسې غوښتنه وشی چې حکومت پیاوړی کوی.»
د سیاسی چارو کارپوه ناصر شفیق بیا په دې نظر دی چې که حکومت د خلکو ارادو ته درناوی لری باید د لویې جرګې له لارې یو سیاسی ډیالوګ رامنځته کړی.
له دې وړاندې د جمهور رئیس د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوی د دغو غوښتنو په ځواب کې ازادی راډیو ته ویلی، حکومت له هر هغه لیدلوری هر کلی کوی چې د افغانستان د سولې او ثبات په ګټه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.