جنگونه ختم کیدونکی دی که سیاست انسانی شی

گزارشگر:دستگیر روشنیالی/ شنبه 6 عقرب 1396 - ۰۵ عقرب ۱۳۹۶

دویمه برخه
پوښتنه دادی که دانسان سرشت یو وی، ولې له انسان سره د همدی اصل په بنیاد چلند نه کیږی او ولې د انسانانو ترمنځ اړیکی د همدی اصل په بنیاد نه جوړیږی.؟
هر سیاست د ارزښتونو په زور حرکت کوی
انسانی غوښتنو ته په انسانی ارزښتونو ولاړ سیاست ځواب دی.
افغانستان یو سالم سیاست او یوه په تفاهم ولاړ سیاسی فرهنگ ته ضرورت لری. دواړه سیاست او سیاسی فرهنگ په ارزښتونو ولاړ دی. که دا ارزښتونه نژادی، قومی، ایدیولوژیکی، مذهبی… وی سیاست هم له یوی خوا ویشونکی او له بلی خوا نفی کونکی او د نور په وړاندی د زور او خشونت ځانگړتیاوی غوره کوی. ویشونکی عنصرونه سیاست محدود کوی، د سیاست خپلواکی له منځه وړی، سیاست له یو بله د نفرت کولو په ډگر بدلوی او ټولنه له سیاست بیگانه کوی.
سیاست هغه وخت سالم او سیاسی فرهنگ هغه وحت په تفاهم مشخص کیږی چی دا دوه په یو ځای کونکو ارزښتونو تکیه وکړی. نه یوازی د افغانستان تجربه، بلکی دنیا تجربه هم دا ثابتوی چی یو ځای کونکی ارزښتونه نه یوازی د تفاهم، نه یوازی یو بل ته د نږدی کیدو، نه یوازی یو بل ته تیریدو، نه یوازی د مصالحی او سولی، بلکی له سره د سیاست، د سیاسی فرهنگ، د ټولنی، دانسان … د تعریف کولو زمینه هم برابروی. دلته هر څه باید له سره تعریف شی او ددی تعریف کولو تر ټولو سخته برخی د ځان او د خپل پرون تعریف کول دی، کوم چی دواړه فهم او شهامت غواړی. افغانستان د سیاست د قومی کولو، د سیاست د ایدیولوژی کولو، د سیاست د مذهبی کولو، د سیاست د فامیلی کولو… نه یوازی پراخی تجربی لری، بلکی پایلی بی هم لمس او لیدلی دی چی هر یو یی په خپل وار یوه فاجعه او یوه تراژیدی وه او دی. اوس باید د سیاست انسانی کولو ته چانس ورکړل شی او امکانات ورته برابر شی.
یو ځای کونکی انسانی ارزښتونه په بشپړ ډاډ او تضمین کولای شی سیاست له ویشونکو عنصرونو: قوم، نژاد، مذهب، ایدیولوژی، فامیل … وژغوری، خپلواکی یی تامین او انسانی شی. که دا کار وشی نه یوازی به په ټولنه کی سیاسی بیګانگی ختم شی، نه یوازی به ټولنه سیاسی شی، بلکی بیا به څوک دی جنایت ته زړه نه ښه کوی چی ګویا د قوم په نوم د قوم ، د دین په نوم د دین ، د نژاد په نوم د نژاد … دوښمنان وژنی.
یو ځای کونکی ارزښتونه نه د چا کشف دی او نه موږ له دی ارزښتونو بیگانه یو. دا انسانی ارزښتونه دی او دا د هیچ چا له خوا انسان ته په سوغات نه ورکول کیږی. انسان د خپل انسان والی په بنیاد دا ارزښتونه لری. دا د ما او تا ارزښتونه دی او دا د هر چا ارزښتونه دی. نژاد، قوم، دین، ملت … دا ارزښتونه نشی مناثیر کولای او نه ددی ارزښتونو ځانگړتیاوی بدلولای شی. هر مسلمان انسان دی، هر عیسوی انسان دی، هر هندو انسان دی… هر هزاره، هر تاجیک، هر ازبیک، هر پشتون… انسان دی او انسانان هغه وخت یو بل ته نږدی کیږی چی یو بل د انسان په توگه درک کړی.
قومی سیاست د قومی غوښتنو، مذهبی سیاست د مذهی غوښتنو، نژادی سیاست د نژادی غوښتنو او انسانی سیاست د انسانی غوښتنو ځواب دی. دا د فهم وړ خبره ده چی سیاست سبا نه انسانی کیږی. لاره سخته او اوږده ده خو د سیاست انسانی کیدل د ارمان په ځای یو عملی او ممکین هدف دی.
نن په نړۍ کی د ټولو ستونزو، جگړی، ترور، ناسیونالیزم، پاپولیزم، د قوم په بنیاد د هیواد او ملت جوړولو د تفکر پراختیا، د ملی پولو د بیا جوړولو … سره سره دا انسانی ارزښتونه دی چی د بل هر تفکر او د بلی هری ایدیولوژی په پرتله وده کوی، پراخیږی او جهانی کیږی. نن دا ناسیونالیزم او د دنیا په دی او هغه کنج کی د ناسیونالیزم او پاپولیزم غورځنگونه او څپی … نه دی چی د راتلونکی لوری ټاکی دا انسان او انسانی ارزښتونو دی چی نړۍ او راتلونکی ته لوری ورکوی.
نړۍ هیڅ کله د نن په شان هوسا او پر مخ تللی نه وه. په نړۍ کی هیڅکله د نن په شان انسانی بیداری پراخه او انسانی غوښتنی پیاوړی نه وی. انسان هیڅکله د نن په شان د خپلواکی، داندیښنی د خپلواکی د درلودلو او د خپلواک شخصیت د جوړولو هڅی نه درلودی.
د خلاصون لاره د سیاست انسانی کول دی

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.