احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





ځینی وکیلان: داعش په هېواد کې ناکام او ملاتړ کوونکی به یې هدف ته ونه رسېږی

گزارشگر:یک شنبه 7 عقرب 1396 - ۰۶ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3په ولسی جرګه کې د ننګرهار ولایت ځینی استازی وایی چې په افغانستان کې د داعش پروژه ناکامه ده او هر څوک چې غواړی د دغې ډلې ملاتړ وکړی، هدف ته به ونه رسېږی.
د ولسی جرګې غړی ظاهر قدیر د شنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونډه کې وویل، تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی، له داعش سره جنګېدلی او د دغې ولسوالۍ ډېرې سیمې یې ترې پاکې کړې دی.
ظاهر قدیر زیاته کړه:
«د شپې ناوخته کومې سیمې چې د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې داعش نیولې وې، خلکو او قومونو ورسره جنګ کړی او ټولې سیمې یې ورنه د حکومت په همکارۍ نه، بلکې په خپل زور پاکې کړې دی.»
ښاغلی قدیر وویل، هڅې روانې دی چې داعش په بشپړه توګه له سیمې وایستل شی.
په ورته وخت کې د جرګې ځینو نورو غړو پر حکومت غږ وکړ چې د داعش او نورو مخالفو وسله والو ډلو پر ضد، هڅې جدی کړی.
کبرا مصطفوی او نظیفې ذکی وویل:
«زموږ په هېواد کې امنیت په لومړیتوبونو کې دی، داعش د افغانستان زړه یعنې کابل ته نېږدې شوی دی.»
«ژمی نېږدې دی، او دفاع وزارت باید د مخالفینو پر ځایونو ژمنی عملیات وکړی چې دغه ځایونه ویجاړ او نور ولایتونه ونه ګواښل شی.»
دا لومړی ځل نه دی چې د ولسی جرګې غړی په هېواد کې د داعش په شتون اندېښنې ښیی، بلکې پخوا تردې یې هم په ځینو ولایتونو کې د دغې ډلې پر فعالیتونو حکومت ته خبر داری ورکړی دی.
مخکې له دې ویل شوی چې داعش ډله پر ننګرهار ولایت سربېره، په زابل، غزنی، هلمند، سرپل او فاریاب ولایتونو کې هم فعاله شوې ده.
دغې ډلې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د شیعه ګانو پر جوماتونو د حملو مسؤلیت منلی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وایی، د داعش ډلې په ګډون د ټولو وسله والو مخالفینو د ځپلو هڅې روانې دی.
ښاغلی رادمنش وویل:
«د خوګیاڼو، حصارک او د ننګرهار په ټولو سیمو کې زموږ قطعات شته او له خلکو سره مرستې کوی، که موږ د خلکو او خلک زموږ ملاتړ، ونه کړی، د داعش پروړاندې مبارزه سختېږی او دغه ستونزه یوازې د ملی اردو، ملی پولیسو او ملی امنیت ځواکونه اسانولای شی.»
ښاغلی رادمنش وویل، اوس په چپرهار، پچیراګام او اچین ولسوالیو کې د دوی ځواکونه د خلکو په مرسته د وسله والو مخالفینو د ځپلو هڅې کوی.
د راد منش په خبره، دمګړۍ په ټول هېواد کې د داعش او نورو وسله والو ډلو د بشپړو ځپلو لپاره عملیات پیل شوی او روان به وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.