د ناامنیو په اړه د مشرانو جرګې اندېښنې او د کورنیو چارو وزارت ژمنې

گزارشگر:دو شنبه 8 عقرب 1396 - ۰۷ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3په هېواد کې د وروستیو ناامنیو له امله، د افغانستان مشرانو جرګه له امنیتی ارګانونو غواړی چې په هېواد کې د امنیت د تأمینولو لپاره هڅې تېزې کړی.
د مشرانو جرګې غړیو د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونډه کې په جوزجان، فاریاب، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې پر روانو ناامنیو اندیښنې وښودې.
د جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار وویل، ناامنی یوازې په یو څو ولایتونو کې نه، بلکې په ټول هېواد کې خپره ده.
دی وایی:
«ستونزه په مجموع کې د فاریاب او جوزجان په ولایتونو کې ده، خو په ټول افغانستان کې هم ناامنه حالت روان دی. د کورنیو چارو له وزیر سره به خبرې وکړو، پرون مو هم د خبرو هڅه وکړه چې روان حالت ښه شی. که دوی غفلت کوی نو مسؤلیت به یې هم د دوی په غاړه وی. اوس د جوزجان او ننګرهار د ولایتونو حالت یو دی.»
د جرګې ځینو غړیو وویل، د مخالفینو د ځپلو په مقصد د افغان ځواکونو عملیات په جوزجان، سرپل او ننګرهار ولایتونو کې په سستۍ سره پر مخ ځی او د دوی په خبره، که روان وضعیت همداسې دوام وکړی، وسله‎وال مخالفین به یو شمېر نورې ولسوالۍ هم ونیسی.
مشرانو جرګه په داسې حال کې د هېواد پر روان ناوړه امنیتی وضعیت اندیښنې ښیی چې د هېواد له اکثرو ولایتونو د ناامنیو خبرونه خپریږی او ویل کېږی چې په ژمی راتللو سره به دغه وضعیت نور هم خراب شی.
په ننګرهار ولایت کې ۳۵۴ ترهګرې ډلې او د داعش څه باندې زر جنګیالی فعالیت کوی.
د دغې جرګې د ځینو غړیو په خبره اوس په ننګرهار، سرپل، جوزجان، ننګرهار، هلمند، کونړ، نورستان، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې ناامنی زیاته شوې ده.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار امنیتی وضعیت ته په کتو سره وایی، د هېواد ملی پولیس، د ملی اردو او ملی امنیت له ځواکونو سره په همغږۍ هڅه کوی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې امنیت ښه شی.
د دغه وزارت سرپرست ویس احمد برمک چې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د کورنی امنیت کمېسیون ور غوښتی و؛ وویل، اوس په ننګرهار ولایت کې ۳۵۴ ترهګرې ډلې او د داعش څه باندې زر جنګیالی فعالیت کوی.
دی وایی:
«باید تاسې ته ووایم چې له تېرو درې څلورو ورځو نه ملی اردو، ملی پولیس او د ملی امنیت ریاست یو پروګرام لری چې د ننګرهار په خوګیاڼو او داسې نورو سیمو کې د مخالفینو د خوځښتونو مخه ونیول شی او په اکثرو ناامنو سیمو کې هغوی له منځه یوسو.»
ښاغلی برمک وویل، په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو د هڅو په نتیجه کې امنیت د قناعت وړ دی، خو له دې سره-سره د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ اوس هم د وسله‎والو مخالفینو له ګواښ سره مخ دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.