مشرانو جرګه د ولسی جرګې له خوا د ولسمشر رد شوی فرمان تائیدوی

گزارشگر:چهار شنبه 10 عقرب 1396 - ۰۹ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان مشرانو جرګه وایی، د ولسی جرګې له خوا د ولسمشر رد شوی تقنینی فرمان ته د تائید رأیه ورکوی.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وایی، په برېښنایی تذکرو کې د افغان او اسلام کلېمه د افغانانو او د افغانستان د روانو حالاتو په ګټه ده، نو ځکه به په دې اړه له بشپړ غور وروسته ورته د تائید رأیه ورکړی.
فضل هادی مسلمیار دا خبرې د سې شنبې د ورځې عمومی غونډې ته وویل چې دوی په دې اړه د ولسمشر فرمان ته د تائید رایه ورکړی.
ښاغلی مسلمیار وویل:
«ولسی جرګې باید د پخوانی تفاهم په اساس، دا فرمان تائید کړی وای، خو له بده مرغه هغوی د ژمنې خلاف کار وکړ، برېښنایی تذکرو پورې انتخابات او نور موضوعات تړلی دی چې ځنډېږی، مشرانو جرګې ته دا فرمان راځی، اوس نصاب کم دی او کمېسیون پرې کار کوی چې کله مشرانو جرګې ته دا فرمان راشی، موږ به ورته د تائید رأیه ورکړو. «
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسی جرګې د ولسمشر دغه تقنینی فرمان د رأیو په اکثریت سره رد کړ.
ولسی جرګې د حکومت هغه وړاندیز هم رد کړ چې ګواکې د نفوسو د احوالو د ثبت اداره دې خپلواکه شی.
د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په شپږمه ماده کې تر ټولو جنجالی موضوع دا وه چې ولسی جرګې په دغه ماده کې د ملیت کلمه رد کړې، خو مشرانو جرګې تائید کړې وه او بیا وروسته ولسمشر د یوه تقنینی فرمان له مخې، د ملیت تر څنګ د قوم او دین کلمې هم ور اضافه کړې.
د مشرانو جرګې غړی سناتور شېر محمد اخندزاده وایی، که چېری په برېښنایی تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمه ذکر نشی، افغانان به دا تذکره وانخلی.
ښاغلی اخندزاده وایی:
«که موږ افغانان نه یوو، نو په افغانستان کې ولې اوسېږو، دا د ډېرې خواشینۍ خبر دی چې تېره ورځ ولسی جرګې دغه فرمان رد کړی، که چېرې د افغان او اسلام نوم ذکر نشی، ۹۵فیصده افغانان به دا تذکرې وانخلی.»
سناتور محمد حسن هوتک بیا وایی، دغه فرمان د حکومت او ولسی جرګې ترمنځ د اختلافاتو قربانی شوی.
دی زیاتوی:
«له دې امله چې د ولسی جرګې او حکومت ترمنځ عقده پیدا شوې ده او هر فرمان چې راځی، هغه دوی ردوی، خو دا زیان خلک وینی، راتلونکی انتخابات به هم شفافه نه وی او هیڅوک به دا تذکرې وانخلی.»
د ښاغلی هوتک په خبره، د ولسی جرګې غړو ځکه دغه فرمان رد کړ چې راتلونکی انتخابات وځنډول شی او د دوی کاری موده وغځېږی.
د مشرانو جرګې په عومې غونډه کې د اکثرو سناتورانو ټینګار په همدې و چې د ځانګړی کمېسیون له څېړنو وروسته به، د برېښنایی تذکرو په اړه د ولسمشر تعدیل شوی تقنینی فرمان ته رأیه ورکړی.
خو د افغانستان د حقوقی چارو یو شمېر کارپوهانو له هغې ډلې کبیر رنجبر تردې وړاندې ازادی راډیو ته ویلی چې د اساسی قانون پر بنسټ کله چې تقنینی فرمان د ولسی جرګې له لورې رد شی، باطل اعلانېږی او‎ مشرانو جرګې ته نه استول کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.