حیــات: د هغو نشه یې توکو په اړه څېړنه کېږی چې تر نیول کېدو وروسته ورک دی

گزارشگر:یک شنبه 14 عقرب 1396 - ۱۳ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د هلمند والی وایی چې د هغو نشه یې توکو په اړه څېړنه کوی چې تر نیول کېدو وروسته ورک شوی دی.
ویل کېږی چې د هلمند په دوو جلا جلا پېښو کی لسګونه کیلو ګرامه وچ تریاک او نور نشه یې توکی تر نیولو وروسته، پولیسو په خپل منځ کې سره وېشلی دی.
د هلمند والی حیات الله حیات منی چې په ګرشک ولسوالۍ کې سلګونه کیلوګرامه وچ تریاک او یوه اندازه نشه یی توکی نیول شوی، خو دا چېڅنګه ورک شوی او یاپولیسو په خپل منځ کې سره وېشلی، سیمې ته یې په اړه یو هیئت استولی او په دې اړه پلټنې روانې دی.
حیات الله حیات ازادی راډیو ته وویل، د ګرشک په ماجر بازار سیمه کې، د قاچاق وړونکو او افغان امنیتی ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو غاړو ته تلفات هم اوښی دی.
ښاغلی حیات زیاته کړه:
«ځینی امنیتی مسؤلین پر خپل سر د قاچاقو د مخنیوی لپاره وتلی، د دوی تر منځ نښته را منځ ته شوې، څو کسان وژل شوی او ځینی یې د قاچاق وړونکو او یا طالبانو له خوا نیول شوی، موږ د دې لپاره ځانګړی هیئت ټاکلی، هغوی موضوع څېړی او هر هغه چا چې دا کار کړی، که یې مخدره مواد لاسته راوړی او د شخصی ګټو لپاره یې کارولی وی او یا چې دوی دا کار پر خپل سر کړی، خپله جزا به ووینی.»
ویل کېږی چې تېره اوونۍ د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ماجر بازار په سیمه کې امنیتی ځواکونو ته له وړاندې د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، قاچاقبرو ته کمین نیول شوی، د دواړو غاړو ترمنځ نښته کې پولیسو او قاچاق وړونکو ته تلفات اوښتی او د ۳۰۰۰ لکه پاکستانیو کالدارو په شمول، ۷ کرولا لوکسل موټرونه چې نشه یی توکی او وچ تریاک په کې بار وو، د امنیتی ځواکونو په لاس ورغلی، خو دا نشه یی توکی د دې پر ځای چې د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې امریت ګودام ته تسلیم شی، د ګډو ځواکونو دمسؤلینو تر منځ وېشل شوی دی.
د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی د دې موضوع په اړه ازاد‌ی راډیو ته وویل، دوی هم په دې اړه څه خبرې اورېدلی، خو ښکاره ثبوت نه لری.
هغه زیاته کړه چې تحقیقات روان دی او که چېرې پولیس په دې موضوع کې لاس ولری، نود قانون منګلو ته به وسپارل شی.
نوموړی زیاته کړه:
«زه داسې فکر کوم چې ډېر مسائل ثابت شوی نه دی، ځکه چې د یو جرم د اثبات لپاره شواهدو، اسنادو او مدارکو ته اړتیا ده، موږ ټولې پېښې عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی کوو، کله چې دا درې شرطه وجود ولری، ځینو ته جزاء ورکول کېږی او ځینې داسې پېښې شته چې یوازې د یو بل د بدنامولو لپاره استعمالېږی.»
هلمند د افغانستان او نړۍ په سطحه د نشه یی توکو په کښت، تولید او قاچاق کی نوم لری.
د ولایتی شورا مرستیال مجید اخندزاده او د دې شورا منشی عطاالله افغان وایی چې که افغان امنیتی ځواکونه د امنیت ساتلو پر ځای، ټول پام د نشه یی توکو کاروبار او قاچاق وړونکو ته واړوی، نو ښې پایلې به و نه لری.
دوی وایی:
«د هلمند د نا امنۍ یو عامل قاچاق دی او خپله امنیتی ځواکونه په قاچاقو کې ښکېل دی، نشه یی مواد نیول کېږی او هغه په عام محضر کې نه سوځول کېږی او نه هم د نشه یی موادو په ریاست کې ثبتېږی، افغان امنیتی ځواکونو ته چې کومه وظیفه سپارل شوې، دوی هغې وظیفې ته وفادار نه دی پاتې شوی.»

«په داسې مسائلو خبر یوو چې مخدره مواد یې نیولی، اړوندو ادارو ته یې نه دی سپارلی، پر لاره حیف او میل شوی دی.»
د هلمند ولایتی شورا وایی چې په دې وروستیو کې د امنیتی ځواکونو، په تېره بیا په پولیسو کې ځینی خلک د دې لپاره په کار ګمارل کېږی چې زیاته توجه د نشه یی توکو نیولو ته وکړی او بیا نیول شوی مواد له خپلو مشرانو سره تقسیم کړی. دوی د چا نوم یاد نه کړ، خو دا مسئله یې د اندېښنې وړ وبلله.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان ځواکونه، په تېره بیا پولیس نشه یی توکی نیسی او بیا یې په خپل منځ کې سره وېشی، بلکې دوه کاله وړاندې د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې د امریت منسوبینو په غلا، په شخصی جامو کې د قاچاق وړونکو په نیولو پسې د هلمند د ګرمسېر او کندهار د میوند ولسوالۍ اړوند ریګی سیمو ته تللی وو چې د بهرنیو ځواکونو له خوا تر هوایی برید لاندې راغلل او ۲۱ کسان یې ووژل شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.