په افغانستان ښوونځیو کې د زده‌کوونکو پر شکنجې د «سیف د چلدرن» اندېښنه

گزارشگر:چهار شنبه 17 عقرب 1396 - ۱۶ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3له ماشومانو نه د ملاتړ موسسه «سیف د چلدرن» وایی، د افغانستان په یو شمېر ښوونځیو کې د ښوونکو لخوا د زده کوونکو د شکنجه کولو پېښې مخ په زیاتېدو دی چې دوی ته د اندېښنې وړ دی.
دغه موسسه له افغانستان حکومت او په تېره بیا د پوهنې له وزارت نه غواړی چې د پوهنې د منل شویو اصولو سره سم دې، د زده کوونکو لپاره، د زده کړو مناسب او خوندی چاپېریال برابر کړی.
له ماشومانو نه د ملاتړ موسسې مطبوعاتی مسؤلې مریم عطایی په دې اړه د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل:
«ښوونځی باید داسې ځای وی چې ماشومان په کې ځانونه خوندی وګڼی او درسونو ته ادامه ورکړی، د ماشومانو د ملاتړ موسسه له افغان حکومت او په ځانګړی ډول د پوهنې له وزارت نه غواړی، هغه قوانین چې د زده کوونکو د فزیکی مجازاتو د ممنوعیت لپاره نافذ شوی، اجراء کړی، دغه تاو تریخوالی نه یوازې دا چې د زده کوونکو ذهنونه نا کراره کوی، بلکې کله چې دوی لوی شی، بیا له نورو سره ورته تاوتریخوالی کوی.»
د دغې موسسې په اعلامیه کې راغلی، په بلخ په ولایت کې د شکنجو له امله چې ویل کېږی یو ښوونکی په کې لاس لری، د یوه زده کوونکی وژل کېدل، یوه دردونکې پیښه ده.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شېرجان درانی ازادی راډیو ته وویل، تېره ورځ د مزار شریف د باختر په لېسه کې د یوه زده کوونکی مړی موندل شوی او کورنۍ یې د وژلو پړه، د یادې لېسې پر یوه ښوونکی اچولې ده.
همداشان د بلخ روغتون سرطبیب نور محمد فیض ازادی راډیو ته وویل، د مړی پر تنه د شکنجې نښې لیدل شوی، خو څېړنې لا بشپړې شوی نه دی.
د پوهنې متخصصین وایی، په ښوونځی کې شکنجه شوی زده کوونکی کېدای شی، په راتلونکې کې په یوه ناوړه کس بدل شی.
د دغو کارپوهانو له ډلې د کابل د استاد ربانی د ښوونې او روزنی د پوهنتون استاد عبدالجبار څپاند ازادی راډیو ته وویل، د پوهنې په اصولو کې دزده کوونکو فزیکی شکنجه نشته.
نوموړی زیاته کړه:
«پوهنه د ټولو دولتی او غیر دولتی سکټورونو راتلونکې ګڼل کېږی، که زده کوونکی ښه وروزل شی، د ټولنې ښه کدرونه کېږی او که خدای مکړه، اوسنی روان حالت دوام وکړی، پایلې به یې له روانې جګړې نه هم ناوړه وی.»
د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیرحقمل بیا وایی، د هېواد په اوسنیو جنګی حالاتو کې د خشونت له پېښو سترګې نه شی پټېدلی، خو دوی د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې هېڅ چا ته اجازه نه ورکوی چې له زده کوونکو سره فزیکی چلند وکړی.
نوموړی زیاته کړه:
«په خواشینۍ سره چې موږ کله کله د خشونت له ځینو پیښو سره مخ کېږو خو ښه والی په دې کې دی چې پر وړاندې یې اقدام کوو، د پوهنې د قانون ۳۹ مه ماده وایی، که وهل ډبول د تهذیب او تاءدیب لپاره وی بیا هم منع دی، موږ تر اوسه ځینې ښوونکی څارنوالۍ ته پېژندلی او ځینې مو له دندو لېرې کړی دی، په پوهنه کې هېڅ ډول خشونت ته ځای نشته.»
د پوهنې وزارت وایی، په هېواد کې روانو ناامنیو د پوهنې پر نظام هم ناوړه اغېز کړی خو د حکومت د امنیتی او نورو ادارو په مرسته هڅې روانې دی چې د پوهنې نظام له هر ډول ستونزو خوندی وساتی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.