د روغتیا وزارت: په افغانستان کې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان له شکر ناروغۍ ځورېږی

گزارشگر:چهار شنبه 24 عقرب 1396 - ۲۳ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د نومبر ۱۴مه چې د شکر پرضد د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د «ښځې او شکر» ترنامه لاندې ولمانځله.
د افغانستان دعامې روغتیا وزارت مسؤلین د شکر په ناروغۍ د اخته کېدو لاملونه، نامناسب خواړه، غوړی، د فزیکی حرکتونو نه کول، د بدن غټوالی او د نشه‎یی توکو کارول ګڼی.
د ښځې او شکر ترعنوان لاندې په دغو مراسمو کې چې پرون سې شنبه د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۳ مه په کابل کې جوړ شوی وو، مسؤلینو د شکر د ناروغۍ پروړاندې پر مبارزې او د مخنیوی پر لارو چارو ټینګار وکړ.
د دغه وزارت د غیرساری ناروغیو د څانګې مسؤل ډاکتر سید حبیب اروال رسنیو ته وویل، شکر یوه خطرناکه ناروغی ده او په هېواد کې څه باندې یو لک کسان له دغې ناروغۍ رنځېږی.
نوموړی وویل:
«په خواشینۍ سره، په افغانستان کې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، د شکر ناروغی شته او د خپرېدو د مخنیوی لپاره یې پروګرامونه جوړېږی، په افغانستان کې څه باندې یو لک کسان په دغې ناروغۍ اخته دی، کومه سروې چې په ۲۰۱۲ کې شوې، ښیی چې هرکال ۲۰ زره کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه کېږی.»
ښاغلی اروال وایی، د افغانستان نارینه او ښځې په مساوی توګه په دغې ناروغۍ اخته دی، له همدې امله سږکال دغه ورځ د ښځې او شکر په نامه نومول شوې ده.
د عامې روغتیا د وزارت مسؤلین وایی، د کابل او ځنیو ولایتونو په روغتونونو کې د یادې ناروغۍ د کنټرول مرکزونه موجود دی او لا هڅې کېږی چې خلکو ته ښه خدمتونه ورسوی.
د دغه وزارت مسؤلینو په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ویلی وو چې شکر ناروغی د لسګونو زرو کسانو ژوند اغېزمن کړی او لا پسې خپرېږی.
د دغه وزارت مرستیال احمد جان نعیم ویلی وو چې شکر یوه غیرساری ناروغی ده او په افغانستان کې د ۳.۷ فیصدو مړینې لامل ګڼل کېږی.
د ډبلیو، اېچ ، او یا د غیرسارې ناروغیو د نړیوال سازمان مسؤلې ډاکترې سوپریا د شکر د ناروغۍ پروړاندې د مبارزې د ورځې په لمانځغونډه کې وویل، په افغانستان د شکر ناروغۍ درملنې ته لازم پام نه کېږی او په کار ده چې په اړه یې موثر اقدامات وشی.
اغلې سوپریا زیاته کړه:
«په افغانستان کې د شکر د ناروغۍ درملنې ته زیاته پاملرنه نه کېږی، په دې برخه کې د خصوصی سکټور ونډه مهمه ده، کله چې عامه خدمتونه د خلکو اړتیاوو ته ځواب نشی ویلای، موږ په دې برخه کې د خصوصی سکټور ملاتړ کوو.»
د طب ډاکتران وایی، شکر یوه پټه ناروغی ده او د وخت په تېرېدو سره زړه، سترګې، پښتورګی اوعصبی ریښې زیانمنوی.
د دوی په خبره، که له دغې ناروغۍ سره بې پروایی وشی او د درملنې لپاره یې پر وخت روغتیایی مرکزونو ته مراجعه ونه شی، د نابینایۍ، د پښتورګو د بېکاره کېدو، مغزی سکتې او د بدن د ځینو غړو د پرې کېدو خطرونه یې موجود دی.

خو د عامې روغتیا وزارت وایی، د یادې ناروغۍ د ښې درملنې لپاره هڅې روانې دی او په پام کې لری چې د کنټرول او درملنی لپاره یې روغتیایی مرکزونه زیات کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.