عبدالجبار شولګری د ملی اجنډا په لومړۍ مشتوری ناسته کې: ملی اجنډا د ملی یووالی ښه محور کېدای شی

- ۰۴ اسد ۱۳۹۲

ټولو معززو دوستانو ته سلام وایم. وروسته له سلام نه باید له ښاغلی احمدولی مسعود نه مننه وکړم، چې دا فرصت یې برابر کړ، چې په دې مهمه مساله یانې ملی اجنډا باندې د بحث لپاره یې شخصیتونه سره راټول کړل.
ګرانو حضارو! له بده مرغه زموږ ملت او زموږ خلک د راتلونکې په اړه ډېرې اندېښنې لری. دا اندېښنې هغه مهال لا زیاتې شوې، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د تجزیې خبرې را پورته شوې. یا د ملوک الطوایفی خبرې. له بلې خوا موږ ګورو، چې د حکومت لومړنی کسان وژل کېږی. دا ټول هغه څه دی، چې د ملت اندېښنې یې را پورته کړی دی. د دغو اندېښنو د لرې کولو، په افغانستان کې د سولې او ملی یووالی لپاره زما په نظر، ملی اجنډا که څه هم چې په جزیاتو یې دوستان نظرونه لری او بحث پرې کېږی؛ خو زما په اند دا یو ښه محور کېدای شی. هغه ملی یووالی چې موږ سولې ته رسولای شی دا یې یو ښه محور کېدای شی او په دې محور باید بحث دوام وکړی.
خو دا چې د دې بحث نن لومړنۍ ورځ ده، دا تمه باید ونه لرو چې په یوه ورځ یا په څلورو پینځو ساعتونو کې به موږ د ملی اجنډا پروسه پایله ورکړی، ځکه دا یوه پروسه ده، چې دوام غواړی.
ګر چې دغه ډول غونډو نه ولس ښې خاطرې او تجربې نه لری، غونډې شوی، ناستې شوی خو په تاسف سره چې هغو مثبته پایله نه ده ورکړې. خو که چېرې دوستان په صداقت او رښتینوالۍ سره را مخ ته شی، ځکه دلته داسې څېرې لیدل کېږی، چې هم یې د هېواد په ازادۍ کې برخه اخیستې او هم یې هم د شخصی ګټو او موقف غوښتونکی نه دی، دلته داسې شخصیتونه هم شته چې شخصی منافع نه لری، نو په دې اساس دا یوه هیله کېدای شی که چېرې موږ سره توافق وکړو، دې پروسې ته دوام ورکړو.
زه یو وړاندیز لرم، د دې لپاره چې وخت مو ډېر نه وی ضایع شوی، یو به دا غونډې او جلسې لږې ساده ونیسو، بل په کمېټو باندې ووېشل شی، چې په موضوع کار وکړو لکه څنګه چې هاشمی صیب ورته اشاره وکړه، چې هره موضوع درې څلور کمېټې واخلی او په یوې یوې موضوع بحثونه وشی، له یوې خوا به وخت په نظر کې نیول شوی وی او له بلې خوا به ژر یوې پایلې ته رسېدلی اوسو.
وړاندیز مې بیا هم همدا دی، چې په نننۍ غونډه کې که څه هم چې مهمې خبرې وشوې، خو عمومی خبرې وې؛ نو که په راتلونکیو غونډو کې په موضوع ګټورې خبرې وشی پایله به یې ښه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.