یوشمېر نوماند وزیران ولسی جرګې ته د رأیو اخېستو لپاره معرفی کېږی

گزارشگر:شنبه 4 قوس 1396 - ۰۳ قوس ۱۳۹۶

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۴ مه یو شمېر نوماند وزیران ولسی جرګې ته د باور رأیې د اخېستلو لپاره ورپېژندل شی.mandegar-3
په داسې حال کې چې نن شنبه به یو شمېر نوماند وزیران ولسی جرګې ته د باور رأیې د اخېستلو لپاره ورپېژندل شی، د ولسی جرګې دوهم مرستیال وایی، تر کومه چې د ټولو وزارتونو لپاره کوم چې د سرپرستانو له ‌خوا اداره کېږی، کاندید وزیران دوی ته معرفی نه ‌شی، د رأیو صندوقونه به کېنږدی.
ویل کېږی چې تر دې دمه د اطلاعاتو او فرهنګ، بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونو لپاره وزیران نه‌ دی معرفی شوی.
د ولسی جرګې دوهم مرستیال نذیز احمدزی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې حکومت باید نوره د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړی.
ښاغلی احمدزی وویل:
«د شنبې د ورځې اجنډا یوازې د سرپرست وزیرانو لپاره لرو، نور ټول راځی، یوازې، د بهرنیو چارو وزیر او د معارف وزیر پاتی کېږی او هغوی د معرفی کېدو جدی غوښتونکی یوو، زه په حکومت غږ کوم چې نوره د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړی.»
ټاکل شوې ده چې طارق شاه بهرامی د ملی دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه، فیض الله ذکی د کار او ټولنیزو چارو، نرګس نهان د کانونو او پطرولیم وزارت، محمد شفیق ګل اغا شېرزى د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو، حمید طهماسی د ټرانسپورت، نجیب‌الله خواجه عمری د لوړو زده کړو، ویس احمد برمک د کورنیو چارو، شهزادګل اریوبی د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ، مجیب الرحمن کریمی د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او یما یاری د فواید عامې وزارت د نوماند وزیرانو په توګه، ولسی جرګې ته د باور یا عدم باور رأیو اخېستلو لپاره معرفی شی.
د افغانستان جمهوری ریاست بیا د بهرنیو چارو وزیر د معرفی کېدو په تړاو څه نه وایی، خو ټینګار کوی چې د پوهنې وزارت لپاره د نوی نوماند د معرفی کېدو په تړاو کار روان دی.
د جمهوری ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه ‌حسین مرتضوی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«د لوړو زده کړو وزارت لپاره نوماند وزیر معرفی شوی، معارف وزارت باندې کار روان دی، په دغه وزارت کې ځینی مسایل شته چې له هغې جملې یوه هم په معارف وزارت کې د نصاب بحث دی او یو شمېر نور مسایل هم دی چې د پوهنې وزیر به معرفی شی، نور لېست تنظیم شوی او په پارلمانی چارو کې د دولت وزارت د افغانستان له ملی شورا سره په همغږۍ، نوماند وزیران معرفی کوی.»
د افغانستان ولسی جرګې تېر کال ۱۶ وزیران له ۷۰ فیصدو د کمې پراختیایی بودجې د مصرف له امله، استېضاح او له دې ډلې یې له ۷ وزیرانو د باور رأیه وانه‌خېسته.
خو تراوسه د بهرنیو چارو وزارت په ګډون، څو وزارتونه د سرپرستانو له‎خوا اداره کېږی.
ها خوا یو شمېر کارپوهان بیا د نویو نوماند وزیرانو پر بې‎ پریتوب ټینګار کوی او وایی چې دغه کسان باید د سهم پر بنست اړوندو وزارتونو ته معرفی نه‎ شی.

د چارو کارپوه او د پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو استاد فیض‎الله جلال وایی چې د حکومت مشران باید هغو کسانو ته مراجعه وکړی چې وړتیا یې لری، نه دا چې نوی نوماند وزیران له خپلو ټیمونو څخه غوره کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.