فیض‌الله ذکی: په افغانستان کې ۳.۱ میلیونه ماشومان د خطر له ګواښ سره مخ دی

گزارشگر:سه شنبه 7 قوس 1396 - ۰۶ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وایی، په دغه هېواد کې ۳.۱ میلیونه ماشومان د بېلابېلو خطرونو له ګواښ سره مخ دی.
د دغه وزارت سرپرست فیض‌الله ذکی دا خبرې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» په کابل کې د خطر پر وړاندې له ماشومانو د ملاتړ ملی کنفرانس ته په وینا کې وکړې.
ښاغلی ذکی زیاته کړه:
«یو شمېر داسې ارقام موجود دی چې ۳،۱ میلیون ماشومان د خطر له ګواښ سره مخ دی، همدارنګه د ترور، انسانی قاچاق او مخدره موادو یو شمېر شبکې فعالې دی چې له دوی ناوړه ګټه اخلی. د ځینو ارقامو له مخې، ۱،۲ میلیونه ماشومان دا مهال په درنو کارونو بوخت دی.»
نوموړی وویل چې په تېرو څو کلونو کې په دې برخه کې د یو شمېر کارونو او هڅو سره سره لا هم ستونزې موجودې دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهی صندوق له ماشومانو د ملاتړ مؤسسې یا سیف د چلډرن او یو شمېر نورو ادارو هم په افغانستان کې د افغان ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
افغان ماشومان وایی چې لا هم له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د دولت له‌خوا یې لاسنیوی نه‌دی شوی او د خپل ژوند د تأمین لپاره خپل راتلونکی ته اندېښمن دی.
په کابل ښار کې څو تنو کارګرو ماشومانو ازادی راډیو ته وویل:
«زما نوم رومل دی، غواړم چې درس ووایم او ښه شخصیت را نه جوړ شی، خو ورځنیو کارونو له دې هر څه ویستلی یم، موږ سره د مرستو ژمنه کېږی، خو نه رارسېږی. هره ورځ زه خپله کال کوم او خپل کور ساتم.»
«ابرار یم، پلاسټیکونه پلورم او د ورځې ۱۵۰ افغانۍ جوړوم، کور کې یې هم ورکوم او سبا لپاره‌یې هم ساتم. بس همدا مې کار او ژوند دی. له نور هر څه وتلی یم.»
په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایی، د ځینو شمېرو له مخې دا مهال په هېواد کې ۵ تر ۶ میلیونه بې‌وزله ماشومان له خطر سره مخ دی.
د دغه کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقی ازادی راډیو ته وویل، د دغه وضعیت دوام د اندېښنې وړ دی او باید مخه‌یې ونیول شی.
صدیقی زیاتوی:
«دا شمېرې مخ په لوړېدو دی او موږ په دې اړه سخت اندېښمن یوو، د هغو ماشومانو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی چې په درنو کارونو بوخت دی. هیله‌مند یوو چې په دې برخه کې جدی ګامونه واخیستل شی.»
دغه کمېسیون وایی چې له شته هڅو سره سره بیا هم له وخته مخکې ودونه، درانه او زیات کارونه، زده‎کړو ته نه‌لاسرسی، روغتیایی ستونزې، په جګړو کې له ماشومانو استفاده، تاوتریخوالی، معلولیت، بې‎ځایه کېدل او په سرحدونو کې له ماشومانو سره ناوړه چلند هغه موارد دی چې د افغان ماشومانو ژوند ګواښی.
خو د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وایی، حکومت د افغان ماشومانو د ژوند د ښه‌والی لپاره یو لړ پروګرامونه پلی کړی چې د دوی په ژوند کې به یو مثبت بدلون رامنځته کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.