ایمل فیضی: د کیانی څرګندونې غیر مسوولانه دی

- ۰۴ جدی ۱۳۹۱

ولسمشر ماڼۍ د پاکستان د لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی هغه څرګندونې  رد کړې او هغه یې غیر مسوولانه وګڼلې، چې ویلی ول، په افغانستان کې د ښکېلو خواوو پخلا کول یې په لومړیتوب کې دی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې افغانستان په خپلمنځۍ جګړه کې ښکېل نه دی، بلکې افغانستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې اخته دی.
ښاغلی فیضی وویل، ډېر ترهګر او د حکومت وسله وال مخالفان له پاکستانه هېواد ته راځی او په هېواد کې کومې ډلې په جګړه اخته نه دی.
له دې وړاندې یوشمېر دیپلوماتانو روېټرز خبری اژانس ته د جنرال اشفاق کیانی له قوله ویلی ول، چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو پخلا کول یې د کار په لومړیتوب کې قرار لری.
د ولسمشر ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې په اړه د پاکستان نیت په رښتینی ډول بدل شوی او د سولې له پروسې به رښتینې مرسته وکړی کنه وویل، چې باید انتظار وایستل شی، څو د هغوی نیت په عمل کې روښانه شی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د سولې په برخه کې د رښتینی نیت د درلودلو ویلی؛ خو فارن پالیسۍ ورځپاڼې په یوه مقاله کې پر افغان ولسمشر حامد کرزی او طالبانو غږ کړی، چې د پاکستان د سولې په درواغجنو چلونو ونه غولېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.