گزارشگر:سه شنبه 21 قوس 1396 - ۲۰ قوس ۱۳۹۶
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ظرفیتونو د لوړولو او د قانون د حاکمیت په هدف یو ستراتېژیک بورډ جوړوی چې د دوشنبې په ورځیې په اړه یوه مشورتی ناسته جوړه کړه.
د پولیسو د ظرفیتونو لوړول، د قانون حاکمیت، په کورنیو چارو وزارت کې د فساد پر ضد جدی مبارزه، د پولیسو مؤثر فعالیتونه، د پولیسو مادی امتیازات او د دغه وزارت د ټولو جزوتامونو مسلکی او تخنیکی نیمګړتیاوې لهمنځه وړل د پولیسو د ستراتېژیک بورډ مهم موضوعات دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» پر همدغه موضوعاتو د بحث یوه مشورتی ناسته جوړه کړې وه.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک یادې ناستې ته وویل، نړیواله ټولنه د خپلو مرستو په بدل کې له افغان پولیسو مؤثر مسلکی فعالیت او د مالی حسابونو شفافیت غواړی او موږ مکلف یوو چې وروسته له دې د دغو شرایطو په پوره کولو کې پاتې رانهشو.
ښاغلی برمک وویل:
«نن د پولیسو د پراختیا د لومړی فاز د پرمختګ اړوند یو مقدماتی بحث لرو چې یو لړ بدلونونه پهکې راغلی. وروسته له دې کومې مالی سرچینې چې د نړیوالې ټولنې لهخوا افغانستان ته ورکول کېږی، څنګه کولای شو چې په صداقت، شفافیت او حساب ورکونې سرهیې د پولیسو په پرمختګ کې مصرف کړو.»
ښاغلی برمک دا هم وویل چې د پولیسو د کادری سیستم د بشپړولو تر څنګ، د دې بورډ په طرحه کې د پولیسو مالی امتیازات هم په پام کې نیول شوی دی.
ده وویل، نړیوالې ټولنې ورسره منلې چې د روان لمریز کال د جدی له لومړۍ ڼېتې وروسته به د پولیسو په میاشتنۍ تنخوا کې ۵ فیصده زیاتوالی راشی.
د یادونې ده چې پخوا تر دې د افغانستان د ملی پولیسو د کړنو او د کورنیو چارو وزارت اړوندو بنسټونو کې د فساد په اړه د افغان ولسمشر په ګډون د چارواکو او خلکو لهخوا بېلابېل انتقادونه مطرح شوی دی.
د چارو پوهان د پولیسو د ظرفیتونو د لوړولو او پرمختګ لپاره د نویو پالېسیو جوړول ستایی، خو په عملی کولو یې هم ټینګار کوی.
د دغو کارپوهانو له ډلې د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر ازادی رادیو ته وویل:
«د دغه دولت په جوړښت کې هر څه چې شوی، په عمل کې پلی شوی نهدی او د کاغذ پر مخ پاتې شوی. یو دلیل د ناکامیو هم همدا دی. هر تصمیم چې نیول کېږی، یو لړ معقولیتونه او ښېګڼې لری او چې عملی شی، ګټهیې ډېره ده.»
د افغانستان د پولیسو د پرمختګ او مسلکی وړتیا په اړه په داسې حال کې د نوی ستراتېزیک بورډ خبرې کېږی چې د افغانستان اکثره خلک د دغه ځواک پر مسلکی کمزوریو اندېښنې ښیی او وایی چې د امنیت په تینګښت او د جرمونو په مخنیوی کې پاتې راغلی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوی چې د د غه ارګان منسوبین به له دې وروسته په خپلو ورسپارل شویو چارو کې په ښه توګه وځلېږی او د قانون د هر سرغړوونکی پر وړاندې به جدی عمل وکړی.
Comments are closed.