په جنوب ختیځه حوزه کې د بهرنیو جنګیالیو د موجودیت او فعالیت په اړه اندېښنې

گزارشگر:یک شنبه 26 قوس 1396 - ۲۵ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د ۲۰۳ تندر قول اردو مسؤلین په جنوب ختیځه حوزه کې د بهرنیو جنګیالیو د موجودیت او فعالیت خبره کوی.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وایی، د طالبانو حقانی شبکې او القاعدې ډلې ترڅنګ بهرنی جنګیالی هم په جنوب خیتځو ولایتونو کې ګواښونه کوی.
د دغې قول اردو قوماندان شعورګل له ازادی راډیو سره په مرکه کې ویلی چې پاکستانی، ازبکی، چیچنیایی او د ځینو نورو هېوادونو جنګیالی په یادو سیمو کې شته چې یو شمېر یې نیول شوی هم دی.
نوموړی په دې وایی:
« موږ په دې اړه سند لرو، تېره اوونۍ مو ۱۰ چیچنیایی جنګیالی له خپلو کورنیو سره په لوګر ولایت کې ونیول او عدلی او قضایی بنسټونو ته مو وسپارل، دغه شان اسناد موجود دی چې پاکستانی، ازبک او چیچنیایی جنګیالی شته او موږ هغه نیولی او دولت ته مو سپارلی دی. «
د نوموړی په خبره، یاد جنګیالی ان کابل ته څېرمه په لوګر ولایت کې فعالیت لری.
افغان حکومت هم تل ویلی چې افغانستان د جګړې په ډګر کې له شااوخوا ۲۰ کورنیو او بهرنیو ترورېستی ډلو سره مخ دی.
له دې وړاندې په شمال کې د شاهین قول اردو مسؤلینو هم په شمال زون کې د داعش ډلې په لیکو کې د بهرنیو او په ځانګړی ډول، د منځنۍ اسیا د اتباعو په اړه ویلی وو.
د جوزجان د درزاب ولسوال هم په دې ورستیو کې ویلی چې په دغه ولسوالۍ کې د دوه ښځو په ګډون، ۱۲ الجزایری او څلور فرانسویان لیدل شوی دی.
داعش ډله، القاعده شبکه، حقانی شبکه، د طالبانو تحریک، د ازبکستان اسلامی جنبش، لشکر طیبه، لشکر جنګوی او چیچنیایی جنګیالی هغه ترورېسی ډلې دی چې په افغانستان کې فعالیت کوی.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې د کورنی امنیت د کمېسیون یو شمېر غړی په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د فعالیت پراخېدل د اندېښنې وړ بولی او پر وړاندې یې د حکومت د جدی مبارزې غوښتنه کوی.
د دغه کمېسیون غړې شکیبا هاشمی ازادی راډیو ته وویل:
« که داعش او یا بهرنی جنګیالی دلته حضور لری، دا بل بحث دی، خو باید پولې مو ټینګې او د دوی د تګ راتګ مخه مو نیولی وای چې له بده مرغه دغه کار نه دی شوی. «
مېرمن هاشمی وایی، که په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د موجودیت او فعالیت مسئله جدی ونه نیول شی او پر وړاندې یې رښتینې مبارزه ونشی، ښایی دغه هېواد د ترورېستی ډلو پر مرکز بدل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.