بلخی: نېږدې ۶ میلیونه افغانان په ۵ نړیوالو حوزو کې د کډوالۍ ژوند کوی

گزارشگر:سه شنبه 28 قوس 1396 - ۲۷ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، دا وخت نېږدې شپږ میلیونه افغانان په پنځو نړیوالو حوزو کې د کډوالۍ شپې سبا کوی.
کډوالی، هغه ستونزه چې له څلورو لسیزو راهیسې ګڼ شمېر افغانان ورسره مخ دی.
دغه وزارت وایی، دا وخت له ۵،۶ میلیونو ډېر افغانان په پنځو نړیوالو حوزو کې د کډوالۍ سختې شپې ورخې تېروې.
خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی چې د دوشنبې په ورځ یې «د ۲۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۷ مه» په کابل کې د دسمبر د میاشتې د ۱۸مې نېټې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې دا وخت د کډوالو ژوند نسبتاً له مبهم حالته وتی دی.
دی وایی، افغان لوری دا وخت د افغان کډوالو له اکثرو کوربه هېوادونو سره ګډ تفاهم او مدیریت ته رسېدلی دی.
ښاغلی بلخی زیاته کړه:
«موږ دا وخت له پنځه اعشاریه شپږ میلیونو ډېر له هېواده بهر کډوال لرو چې په ټوله کې د کډوالۍ په پنځو حوزو کې ژوند کوی، له له دوه میلیونو ډېر په ایران کې، له دوه میلیونو ډېر په پاکستان کې او شااوخوا دوه میلیونه نور په اروپا، امریکا، استرالیا او نورو اسیایی هېوادونو کې مېشت دی.»
ملګرو ملتونو د ۲۰۰۰م میلادی کال راهیسې چې په نړی کې د کډوالو شمېره ریکارډ درجې ته ورسېده د ډسمبر ۱۸ مه نېټه د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه او له هغې مودې راهیسې هر کال دغه ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږی.
د شمېرو له مخې، له سوریې وروسته افغانستان دوهم هېواد دی چې د وګړو ډېره برخه یې له هېواده بهر په کډوالۍ کې ژوند کوی.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دغې غونډې ته وویل، د افغان کډوالو د ستونزو د هواری په هدف د نړیوالو بنسټونو او افغان لوری تر منځ همغږی ډېره شوې او د دغې ستونزې بنسټیز حل ته کار کېږی.
که څه هم حکومت کډوالو ته د سرپناه برابرولو، ځمکو ورکولو او نورو ګڼو مرستو ژمنه کړې، خو ملګری ملتونه وایی، افغان حکومت ته ښایی چې په دې برخه کې چټک او شفاف اقدامات وکړی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی مرستیال توبی لنزر دغې غونډې ته وویل، راستانه شوی کډوال په کابل کې لا د ژوند مهمو اړتیاوو ته لاسرسی نه لری.
ښاغلی لنزر زیاته کړه:
«۱۰ ورځې مخکې زه په کابل کې د کډوالو یوه کمپ ته ولاړم، له دوی نه مو د ستونزو پوښتنه وکړه، ویی ویل چې ماشومانو ته مو ښوونځی ته د تلو امکانات نشته او ښوونځی نشته، دا نو د بخښنې نه ده، موږ له حکومت سره مرسته کوو او ورته حوصله ورکوو چې په دې برخه کې ډېر کارونه وکړی.»
تر دې مخکې افغانستان ته یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو هم په وار وار رسنیو سره په خبرو کې د خپلو ستونزو او ورسره د لازمو مرستو د نه کېدو په اړه ویلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایی، په تېرو درېیو کلونو کې له دوه میلیونو زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوی او دا لړۍ لا هم روانه ده.
له دې ټولو سره د چارو پوه میرسردار ځدراڼ وایی، ډېری افغانان د امنیتی ستونزو له کبله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی.
دی وایی، که چېرې حکومت امنیت او د بنستیزو کارونو پراختیا ته خپل پام واړوی، تر ډېره به دغې ستونزې ته د هواری لار موندل شوې وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.