احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





وزیری: چین او افغانستان د یوې غرنۍ افغان لوا پر جوړېدو موافقه کړې

گزارشگر:شنبه 9 جدی 1396 - ۰۸ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت وایی، چین موافقه کړې چې له افغانستان سره په خپله پوله کې د یوې لوا د جوړېدو ټول لګښت په غاړه اخلی.
د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامی د یوه پلاوی په مشرۍ په چین کې دی.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری ازادی راډیو ته وویل، ښاغلی بهرامی د چین له دفاع وزیر، د پوځی کمېسیون له مشر او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر پوځی او امنیتی همکاریو خبرې کړی دی.
ده همداراز وویل چې دفاع وزیر له چینایی چارواکو وغوښتل چې په خپله خاوره کې د افغان پوځیانو د روزنې پروګرام پراخ کړی.
نوموړی زیاته کړه:
«له چین څخه غوښتل شوی چې په خپله خاوره کې د افغان پوځیانو د روزنې سهمیه ډېره کړی څو زموږ ډېر افسران هلته لاړ شی او درس ووایی، د دې ترڅنګ د یوې غرنۍ لوا په اړه موافقه وشوه چې ټول لګښت او وسلې به یې چین مهیا کوی خو لوا به افغانی وی.»
چین هم له افغانستان څخه خپلې خاورې ته د تروریستی او سخت دریځو ډلو له اوښتو اندېښنه لری.
له همدې کبله دا هېواد هڅه کوی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې او دوه اړخیزې همکارۍ زیاتې شی.
د افغانستان او چین امنیتی چارواکی د ترورېزم ضد ګډې هڅې پیاوړې کوی
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیری وایی، دفاع وزیر ښاغلی بهرامی له چین څخه د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د همکاری غوښتنه وکړه.
نوموړی زیاته کړه:
«چین باید له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان له دولت او دفاع وزارت سره مرسته وکړی، په ډېرو برخو کې هغوی وعدې کړی چې د افغانستان له وسله وال پوځ سره به مرسته کوی او دوام به ورکوی.»
د سې شنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یې» د افغانستان او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې وویل چین د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بشپړ ملاتړ کوی او حاضر دی چې د دې هدف لپاره د اسانتیا رامنځته کوونکی رول ولوبوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.