مشرانو جرګه: حکومت د خونړیو پېښو په مخنیوی کې پاتې راغلی

گزارشگر:دو شنبه 11 جدی 1396 - ۱۰ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان مشرانو جرګه په تبیان کلتوری مرکز د خونړۍ حملې په پلټنه ټینګار کوی.
د افغانستان د مشرانو جرګې اداری پلاوی پر حکومت انتقاد کوی چې د خونړیو پېښو په مخنیوی کې پاتې راغلی دی.
د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار چې د یکشنبې د ورځې د عومی غونډې مشری یې کوله، له افغان حکومته وغوښتل چې د کابل ښار په تبیان فرهنګی مرکز شوې خونړۍ حمله په جدیت سره وڅېړی.
ښاغلی ایزیدیار وویل، که چېرې د داسې خونړیو پېښو په اړه جدی غور ونشی، افغانان به تر دې هم د بدو ورځو شاهدان وی.
نوموړی وویل:
«د دې پرځای چې د پېښې عاملین ونیول شی او د قانون منګلو ته وسپارل شی، له بده مرغه غفلت او بې پروایی کېږی، دا د خلکو حوصله ختموی او موږ له حکومته غواړو چې دا پېښه په جدی ډول وڅېړی، ولې د داسې پېښو مخه نه نیول کېږی او استخباراتی او کشفی ادارې نشی کولی چې په خپل وخت د دا ډول پېښو مخنیوی وکړی؟ هېله مند یوو چې دا ځل په عملی توګه دا قضیې وڅېړل شی.»
په کابل کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د تبیان په نوم په یوه کلتوری مرکز انتحاری حمله وشوه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه حمله کې ۴۱ کسان ووژل شول او ۸۴ نور ټپیان شول.
دا له تېرې اوونۍ راهیسې د کابل ښار په شش درک سیمه کې تر انتحاری حملې وروسته، دوهمه خونړۍ انتحاری حمله ده چې په کور دننه او بهر یې غبرګونونه را وپارول.
خو د مشرانو جرګې د غړو پوښتنه داده چې انتحار کوونکی څنګه توانېدلی چې تبیان فرهنګی مرکز ته ځان ورسوی؟
د کورنیو چارو وزارت وایی، د فرهنګی مرکز د غونډې جوړوونکو امنیتی بنسټونو په ځانګړې توګه پولیسو ته احوال نه و ورکړی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمی ازادی راډیو ته وویل، د انتحاری حملې د څرنګوالی په اړه څېړنې روانې دی.
نوموړی وویل:
«د تبیان د فرهنګی مرکز د پنجشنبې د ورځې ناورین د رهبرۍ په کچه جدی نیول شوی، څېړنې روانې دی، زموږ غوښتنه دا ده، هرځای چې غونډې کېږی، پولیس باید خبر کړای شی، له بده مرغه، تبیان مرکز چې هر وخت غونډې نیولی، پولیسو ته یې خبر نه دی ورکړی.»
ښاغلی رحیمی وایی، که څه هم امنیتی ځواکونو ته د غونډې په اړه خبر نه و ورکړل شوی، خو که بیا هم که غفلت شوی وی، په دې برخه کې به قانونی اقدام وشی.
نوموړی له ټولو بنسټونو غواړی چې د غونډو او راټولېدنو پر مهال د امنیت او خوندیتوب په هدف ځواکونو ته خبر ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.