گزارشگر:شنبه 23 جدی 1396 - ۲۲ جدی ۱۳۹۶
د امریکا متحد ایالات په پام کې لری چې د جګړو په راتلونکی فصل کې د داعش ډلې پر ضد د مبارزې د چټکولو لپاره افغانستان ته نور محارب روزونکی او اضافی بې پیلوټه الوتکې او تجهیزات واستوی.
د سپینې ماڼۍ او پنټاګون چارواکو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلی دی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ لهمخې شاوخوا زر تنه اضافی پوځی روزونکی او ګڼ شمېر جنګی او کشفی بې پیلوټه الوتکې افغانستان ته استول کېږی، څو په هوایی حملو او استخباراتی عملیاتو کې کار ترې واخېستل شی.
افغانستان ته د اضافی امریکایی روزونکو او پوځی تجیزاتو استول، د متحد ایالاتو او افغانستان د رسمی سرچینو لهخوا تراوسه نهدی اعلان شوی، خو د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د داعش ډلې پر ضد په پوځی عملیاتو کې د امریکا د پوځ ترڅنګ د افغان هوایی ځواک ونډه هم مهمه ده.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادی راډیو ته وویل چې د افغانستان او متحد ایالاتو پوځونه د خپلو نویو ستراتیژیو له مخې همکاری سره کوی.
دی وایی:
«د امریکا متحد ایالات به له دې ټکنالوژۍ څخه په هغو ځایونو کې کار واخلی چې موږ ورته اړتیا لرو. البته له هغو الوتکو څخه چې موږ ته یې راکړی، هم د داعش او نورو ترورېستی ډلو پر ضد په عملیاتو کې کار اخېستل کېدای شی. دې مسئلې هم زموږ او هم د متحدو ایالاتو په ستراتیژۍ کې انعکاس کړی دی.»
افغانستان ته د نورو امریکایی سرتېرو او د بې پیلوټه الوتکو په ګډون د اضافی پوځی تجهیزاتو د استولو راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږی چې امریکایی روزونکو د افغان هوایی ځواک د بې پیلوټه الوتکو لپاره د پوځی پرسونل روزنه لا پخوا پیل کړې.
نیوزویک مجلې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د پوځی چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د افغان هوایی ځواک پرسونل د امریکایی سلاکارانو لهخوا روزل کېږی، څو داعش ډله او وسلهوال طالبان په نښه کړی.
په افغانستان کې د ژمی له رارسېدو سره سم اکثرا په جګړو کې کموالی راځی او د پسرلی له راتلو سره سم د وسلهوالو حملې او د افغان پوځ عملیات زیاتېږی.
سږکال د ژمی له پیل سره-سره داعش ډلې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او یو زیات شمېر افغانان چې ډېری ملکی وګړی وو، په دې حملو کې مړه او ټپیان شول.
Comments are closed.