د لوړو زده‌کړو وزارت په پوهنتونونو کې برښنایی کتابتونونه جوړوی

گزارشگر:چهار شنبه 27 جدی 1396 - ۲۶ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ په پوهنتونونو کې برښنایی کتابتونونه جوړوی.
د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د برښنایی کتابتون د جوړولو ګام د لومړی ځل لپاره پورته کوی.
د دغه وزارت ویاندې عارفې پیکار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ازادی راډیو ته وویل چې د برښنایی کتابتونونو د جوړولو لړۍ د مرکز له پوهنتونونو پیلېږی او لومړنی هغه به‌یې په کابل پوهنتون کې جوړ شی.
د نوموړې په خبره، په راتلونکی کې به په ولایتونو کې هم د ورته کتابتونونو د جوړولو چارې پیل شی.
اغلې پیکار د برښنایی کتابتونونو د ګټو په اړه وویل:
«دغه کتابتونونه څو مرستې کولای شی، د ډیجیټل په شکل د کتابونونو په زېرمه کې او دغه‌شان د نړۍ مهمو او معتبرو پوهنتونونو کتابتونونو ته د استادانو او محصلینو د لاسرسی او په ورته وخت کې هغه کتابتونونه چې انلاین کتابونه وړاندې کوی، په دې برخو کې مرسته کولای شی.»
د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویانده دغه‌شان وایی، ټاکل شوې چې په کابل پوهنتون کې موجود کتابونه ډیجیټلی شی او په دې کار سره به محصلین وکړای شی چې له کتابونو انلاین ګټه واخلی.
افغانستان که څه هم اوس‌مهال یو شمېر عامه کتابتونونه لری چې د کابل عامه کتابتون‌یې چې په ۱۳۴۵ لمریز کال کې تأسیس شوی او زرګونه ټوکه کتابونه لری، د یادولو وړ دی.
خو په دغه هېواد کې د انلاین یا برښنایی کتابتون جوړول لومړنۍ تجربه ده.
په ورته وخت کې د پوهنتون یو شمېر استادان د برښنایی کتابتون د جوړولو هرکلی کوی، وایی چې حکومت د برښنایی کتابتون د جوړولو ترڅنګ باید د زده‌کوونکو لپاره د کیفیت او قیمت په پام کې نیولو سره د انټرنټی خدمتونو په چمتو کولو کار وکړی.
د دغو استادانو له ډلې شفیق وردګ د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل:
«زموږ اکثریت ځوانان په ټکنالوژۍ بوخت دی، که چېرې د فېسبوک پر ځای انلاین کتابتونونو ته مخه کړی، دا یو ښه پرمختګ دی.»
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د لوړو زده‌کړو وزارت د دغه اقدام هرکلی کوی.
د دې وزارت ویاند صابر مومند وایی، په افغانستان کې د کتابتونونو برښنایی کول په دغه هېواد کې د کتاب لوستلو په فرهنګ مثبت اغېز درلودلای شی او دغه‌شان کتابتونونو ته د خلکو لاسرسی اسانه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.