ولسی جرګه د ۱۶مې تقنینې دورې د اووم کال فعالیتونه بریالی ګڼی

گزارشگر:یک شنبه 1 دلو 1396 - ۳۰ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان ولسی جرګه د ۱۶مې تقنینې دورې د اووم کال فعالیتونه بریالی ګڼی.
د افغانستان د ملی شورا د ۱۶مې تقنینی دورې اووم کال پای ته ورسېد او د ولسی جرګې غړو د دلوې له لومړۍ ۴۵ ورځې ژمنۍ رخصتۍ پیل کړې.
د ولسی جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی شنبه ازادی راډیو ته وویل، په دغه کال کې یې ګڼ کارونه په بری سره ترسره کړی او توانېدلی چې ډېر قوانین تصویب او بېلابېلې غونډې جوړې کړی.
ښاغلی احمدزی وویل:
«ولسی جرګې په حساسو شرایطو کې ۱۱ وزیرانو ته د باور رأیې ورکړې، په کورنیو او بهرنیو چارو کې یې پر حکومت فشار راوړ چې د ملت او حکومت ترمنځ رامنځته شوی واټن له منځه یوسی او کوم قوانین چې د فرمانونو په بڼه وو، هغه یې تصویب کړل.»
د دغې جرګې دوهم منشی عرفان الله عرفان هم د ولسی جرګې د ۱۶مې تقنینی دورې د اووم کال له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل چې په دغه کال کې دوی ۵۴ عمومی غونډې کړی چې د استیضاح یوه، د استجواب ۱۴، د استماع ۳ او ۳۴عادی غونډې په کې شاملې وې.
ده وویل، د قوانینو په تصویبولو او د خلکو د استازیتوب په برخو کې دوی ښه عمل کړی دی.
د ده په خبره، ولسی جرګې د قانون په برخه کې یې ۲۷ مصوبې لرلې چې درې پکې قانونې طرحې، اته تقنینی فرمانونه ، ۳ د مالیې او بودجې او ۴ په کې نړیوال سندونه وو.
ښاغلی عرفان وویل، دوی په دغه کال کې اوه تقنینی سندونه چې د ملی ګټو پرخلاف وو، رد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دغې جرګې د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۷ لمریز کال ملی بودجه د رأیو په اکثریت تصویب کړه.
یو شمېر افغان کارپوهان د ولسی جرګې د ۱۶مې تقنینی دورې د اووم کال له کارونو راضی نه دی او وایی چې دغه جرګه د ځینو مهمو قوانینو په تصویبولو، د حکومت پر اجراتو د څار او د خلکو د استازیتوب په برخو کې پاتې راغلې ده.
د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادی راډیو ته وویل:
«دوی د قانون او حتی د څار په چارو کې پاتې راغلی، څارنه چې ډېره ضروری ده، هغه یې نه ده ترسره کړې، د خلکو استازیتوب یې هم په همدې بڼه، دوې باید د خلکو غوښتنې او عمده ستونزې چې باید حل کړې یې وای او له منځه یې وړې وای، په دې نه دې توانېدلی.»
ښاغلی رنجبر وایی، ولسی جرګه په دغه کال کې هم ونه توانېده چې د لوړو زده کړو او د دولت د اساسې تشکیلاتو قوانین چې ډېر مهم دی، تصویب کړی.
دی د ځینو قواننیو د نه تصویبېدو لامل د ولسی جرګې په عمومی غونډو کې د جرګې د غړو نه حاضرېدل ګڼی او دا هغه څه دی چې پخوا تر دې د یادې جرګې اداری پلاوی هم په دې اړه انتقادونه کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.