د کندز له چهاردرې ولسوالۍ د جګړو له کبله ۲ زره کورنۍ بې ځایه شوی

گزارشگر:دو شنبه 2 دلو 1396 - ۰۱ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د کندز سیمه ییز چارواکی او خلک وایی چې د دغه ولایت له چهاردرې ولسوالۍ د وروستیو جګړو له کبله څه باندې ۲ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې دی.
دغه کورنۍ د کندز له چهاردرې ولسوالۍ د روانو پوځی عملیاتو له کبله بې ځایه شوی او اوس مهال د دې ولایت د مرکزی ښار په بېلابېلو سیمو کې د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوی.
د دغو بې ځایه شویو خلکو په وینا چې د روانو عملیاتو له کبله، د دوی هرڅه له منځه تللی او کورونه یې پر بمونو او توپونو وران شوی او یوازې دوی خپل ځانانونه د جګړې له ډګره ایستلی دی.
د چهاردرې ولسوالۍ دوتنو اوسېدونکو هر یو محمد حنیف او صلاح الدین له ازادی راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې له دوی سره تراوسه پورې بشری مرستې نه دی شوی.
دوی وایی:
«زما کور یې بمبار کړی او ټول یې هوار کړی او اوس زه دومره توان نه لرم چې بېرته خپل کور جوړ کړم او دا څو ورځې کېږی چې د کندز ښار ته راغلی یم او د خپلوانو په کور کې ژوند کوم.»
«موږ د دولت له دې کومکونو څخه تېر یوو، موږ دې خپل کلی او کور کې پرېږدی چې ارام ژوند وکړو، همدا اوس زموږ نیم کور په کلی کې په جنګ کې پاتې دی او نیم راوتلی یوو.»
بل خوا د کندز د والی ویاند نعمت الله تیموری وایی چې په تېرې یوې اوونۍ کې څه باندې ۲ زره کورنۍ له چهاردرې ولسوالۍ څخه بې ځایه شوې دی.
ښاغلی تیموری وایی چې اړوندو ارګانونو د بې ځایه شویو کورنیو سروې پیل کړې او ډېر ژر به پر دغو کورنیو بشری مرستې ووېشل شی.
نوموړی وویل:
«له چهاردرې ولسوالۍ تازه دوه زره کورنۍ بې ځایه شوی او اړوندو ارګانونو تراوسه پورې درې سوه کورنۍ سروې کړی او پاتې کورنۍ د خپلوانو په کورونو کې دی، موږ ته یې ادرس نه دی معلوم او ډېر ژر به پر دغو کورنیو بشری مرستی ووېشل شی.»
بل خوا د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست چارواکی وایی چې په روان کال کې په دې ولایت کې د جګړو له کبله څه باندې ۱۵ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوی او دوی د روان کال په ۹ میاشتو کې پر څه باندې ۸ زره کورنیو بشری مرستې وېشلې دی او لاهم دغه لړۍ دوام لری.
په دغه ولایت کې د پامیر د شلمې فرقې چارواکی وایی چې له یوې اوونۍ راهیسې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف د «پامیر۱۷» په نوم تصفیوی
عملیات پیل کړی او په پایله کې یې ځینې سیمې هم د وسله والو مخالفینو له شتونه تصفیه کړی او لاهم عملیات په سیمه کې دوام لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.