د نشه‌یی موادو پر ضد خلکو ته تبلیغ په اړه له دینی عالمانو غوښتنه

گزارشگر:یک شنبه 15 دلو 1396 - ۱۴ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایی، دینی عالمان د کوکنارو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال په برخه کې د تبلیغاتو له لارې مؤثر او ګټور رول لوبولای شی.
دا خبره د دې وزارت د ستراتېژۍ او پالېسۍ مرستیال، جاوید احمد قایم پرون د نشه‎یی موادو پر ضد د کابل ښار او ولسوالیو د علماوو په ناسته کې مطرح کړه او له هغوی یې وغوښتل چې په دې مبارزه کې د دوی له وزارت سره یوځای شی.
ښاغلی قایم وویل، دینی علماء کولای شی د اسلام په رڼا کې د منبرونو او جوماتونو له لارې د مخدره موادو د زیانونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړی.نوموړی وایی:
«زموږ غوښتنه له تاسو دا ده او اعتراف کوو چې ستاسې د همکارۍ پرته د مخدره موادو پر ضد مبارزه امکان نه‎لری، موږ له تاسو غوښتنه کوو چې په دې اسلامی او ملی وجیبه کې له موږ سره یوځای شئ! له همدې ځایه شروع وکړئ، د جمعې په خطبه او بل هر ځای کې چې ستاسې نصیحتونه خلک اوری د مخدره موادو پر خلاف او له دې عمل نه د ځوانانو د خلاصون په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړئ.»
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت داسې مهال د نشه‎یی موادو پر ضد د دینی علماوو پر ونډه ټینګار کوی چې تردې وړاندې دې وزارت ویلی وو چې د حج او اوقافو وزارت د نشه‎یی موادو پر ضد د عامه پوهاوی په برخه کې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه نه‎دی ادا کړی.
له نشه‎یی موادو سره د مبارزې وزارت د پنځه کلن ملی عمل پلان له مخې د حج او اوقافو وزارت مسؤلیت لری چې د نشه‎یی موادو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی.
د جوماتونو او تکیه خانو له منبرونو څخه د نشه‎یی موادو پر خلاف غږ پورته کول او د نشه‎یی موادو د زیانونو په اړه عام خلک پوهول هغه مهم کارونه دی چې د ملی عمل د پنځه کلن پلان له مخې د حج او اوقافو وزارت ورباندې مکلف ګڼل شوی دی.

خو دینی علماء بیا وایی چې دوی تل د نشه‎یی موادو د زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړی او په دې برخه کې یې خپل رسالت او مسؤلیت ادا کړی دی.
یو دینی عالم او د کابل د ولایتی شورا غړی عطاالله فیضانی وویل:
«له علماوو سره دغه مجلس ګټور او اغېزناک مجلس دی، علماوو تل په جوماتونو او غونډو کې خپل رسالت ادا کړی او هغه څه چې خدای او رسول ویلی، دوی خلکو ته رسولی دی. کوکنار، چرس او شراب حرام دی. راځئ هر هغه څه چې عقل خرابوی، په مقابل کې یې عملی اقدام وکړو. «
په دې ناسته کې د کابل والی یعقوب حیدری هم ګډون کړی و او د کابل په ځینو ولسوالیو کې یې د کوکنارو د کښت په اړه اندېښنه وښوده.
ده پاکستان په افغانستان کې د مخدره موادو د رواجولو او عامولو ستر لامل یاد کړ او له دینی علماوو، عامو خلکو او نړېوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې په دې مبارزه کې د افغان حکومت ترڅنګ ودرېږی او په ګډه د مخدره موادو او مسکراتو پر ضد مبارزه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.