د بهرنیو چارو وزارت: پاکستـانیانو منـلې چې طالبـان او حقـانی شبـکه ترهګـرې ډلـې دی

گزارشگر:چهار شنبه 18 دلو 1396 - ۱۷ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان او پاکستان د پلاوو د سفرونو په لړ کې دا ځل ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ میاشتې په نهمه نېټه یو پلاوی له کابله اسلام‎اباد ته ولاړ شی او له ترورېزم سره د مبارزې، سولې او تاوتریخوالی په کموالی، په تدریجی ډول د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو او اقتصادی همکاریو په تړاو خبرې وکړی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال صبغت احمد وایی، پاکستان په‎دې برخه کې پوره چمتووالی ښودلی او افغان حکومت هیله څرګندوی چې له دې ناستې د پام وړ نتیجه ترلاسه کړی.
ښاغلی احمد وویل، کومه ناسته چې په کابل کې د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ شوې وه، پرمختګونه شوی او پاکستانی چارواکو منلې چې طالبان او د حقانی شبکه ترهګرې ډلې دی او له نورو ترورېستی ډلو سره توپیر نه‎لری.
نوموړی وایی:
«موږ هیله‎مند یو، کوم نتایج چې مو د کابل له ناستې ترلاسه کړی دی، د پاکستان ناسته به هم په همدې ډول مخ ته لاړه شی، خو دا ځل وضعیت توپیر کوی، ځکه پاکستان د لومړی ځل لپاره منلې چې طالبان او حقانی شبکه ترورېستی ډلې دی او د نورو ترورېستی ډلو لکه، القاعده او داعش په شان ځای لری.»
تر دې وړاندې د ملی امنیت عمومی رئیس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم پاکستان ته تللی وو او د کابل د وروستیو خونړیو حملو په اړه‌یې اسناد پاکستانی چارواکو ته سپارلی دی.
په وروستیو کې د کابل پر انټرکانټیننټال او صدارت څلور لارې کې خونړی بریدونه وشول.
له هغه وروسته یعنې د روانې اوونۍ په پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینې جنجوعه په مشرۍ یو ملکی او پوځی پلاوی کابل ته راغلی و او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ یې له افغان پلاوی سره وکتل.د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ناستې په پای کې ویلی و چې په‎دې ناسته کې مهم پرمختګونه شوی او دواړه لوری په ځینو برخو هوکړې ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې ده چې د دواړو لورو ترمنځ په یو لړ نورو مواردو د بحث او خبرو لپاره د فبرورۍ په ۹مه او ۱۰مه له کابله یو پلاوی اسلام‎اباد ته ولاړ شی.
سره له دې چې افغان او پاکستانی چارواکو له ترورېزم سره د مبارزې او متقابل احترام په تړاو ژمنې کړی، خو له تېرو دوو ورځو راهیسې یو وار بیا پاکستانی پوځیانو د ختیځ ولایت کونړ په یو شمېر سیمو راکټی حملې کړې دی.
په همدې حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقی وایی، د دغو سفرونو نتایجو ته خوشبین نه‎دی، ځکه په وینا یې پاکستان تل خپلو ژمنو ته رښتینی نه‎دی پاتې شوی.
دی وایی:
«موږ ولیدل چې دا ډول سفرونه هېڅ ډول نتیجه نه‎لری، یوازې د وخت ضایع کول دی. کله چې موږ د سولې په پروسې تمرکز کړی، پاکستان په غچ اخیستلو پیل کړی او جګړې ته‌یې زور ورکړی.»
د ښاغلی صدیقی په وینا، تر هغې چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړی ډول ملګرو ملتونو سازمان فشارونه پر پاکستان ډېر نه‎شی دغه هېواد به کله هم د افغانستان په اړه خپل سیاست بدل نه‎کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.