د بهرنیو چارو وزارت: حکومت له هغه اقدامه چې د ترورېزم د ملاتړ مخه نیسی، ملاتړ کوی

گزارشگر:شنبه 28 دلو 1396 - ۲۷ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د FATF سازمان په نوملړ کې د پاکستان د شاملولو لپاره د امریکا متحده ایالاتونو د هڅو په غبرګون کې وایی، افغان حکومت د هر هغه اقدام چې په سیمه کې د ترورېستی ډلو د ملاتړ مخه نیسی، ترې حمایت کوی.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغنی ازادی راډیو ته وویل چې له ترورېزمه ملاتړ بدې پایلې لری.
نوموړی وویل:
«د افغانستان اسلامی جمهوریت له دې وړاندې هم اعلان کړی و چې له ترورېزم ملاتړ او په ښو او بدو د ترورېستانو وېشل، خپل پیغامونه لری او د افغانستان دولت له هر هغه اقدامه هرکلی کوی چې له مخې یې په سیمه کې له ترورېستی ډلو سره ملاتړ قطع کېږی.»
دا په داسې حال کې ده چې یوه پاکستانی چارواکی ویلی چې د امریکا متحده ایالاتو د یوې داسې طرحې وړاندیز کړی چې له مخې یې پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شاملېږی چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې یې همکاری نه ده کړې.
د روېټرز خبری اژانس د راپور له مخې، په «FATF» بین الحکومتی سازمان کې چې د پیسو مینځلو د مبارزې په برخه کې کار کوی، په نوملړ کې یې د پاکستان شامېلېدل به، دغه هېواد په اقتصادی لحاظ ډېر متضرر کړی.
پاکستانی چارواکو او غربی ډیپلوماتانو ویلی چې په دغه لېست کې د پاکستان احتمالی شامېلېدل به، بهرنیو شرکتونو او پانګوالو ته وضعیت سخت کړی.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پاکستان سره د دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت، مرستې ځنډولې وې.
بل خوا د مشرانو جرګې یو شمېر غړی هم د امریکا دغه اقدام په سیمه کې د ترورېزم د نابودولو لپاره اغېزمن بولی او وایی چې د امریکا له خوا په پاکستان فشارونه دغه هېواد په سیاسی، نظامی او اقتصادی لحاظ متضرر کوی.
له دې ډلې نثار حارث وایی:
«کوم فشارونه چې امریکا په پاکستان راوړی، دا یو نیک اقدام دی او کولای شی چې په سیمه او نړۍ کې ترورېزم نابود کړی، له هغه وروسته چې پاکستان په تجارتی برخه کې په افغانستان بندیزونه زیات کړل، خو افغانستان وتوانېد چې بدیلې لارې پیدا کړی، نو پاکستان ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلې اړېکې ښې کړی، څو په سیمه کې نسبی ارامی راشی.»
ښاغلی حارث وایی، کوم اقتصادی بندیزونه چې پاکستان په افغانستان لګولی، ډېر تاوان یې پاکستان ته دی، نه افغانستان ته.
بل خوا د اقتصادی چارو کارپوه تاج محمد اکبر وایی، په پاکستان د امریکا وروستی فشارونه د دغه هېواد په اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې نېغ په نېغه منفی اغېز پرې باسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.