دفاع وزارت په هلمند کې د طالبانو د «هلمند شورا» موجودیت رد کړ

گزارشگر:شنبه 12 حوت 1396 - ۱۱ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د پاکستان دفاع وزیر وایی چې تروریستان د دې هېواد په قلمرو کې پټنځایونه نه لری او د حقانی شبکې مرکزونه هم په دې هېواد کې نشته.
د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر وایی چې د افغانستان نیمایی قلمرو د تروریستانو لپاره خوندی ځای دی.
ښاغلی دستګیر ویلی دی چې په پاکستان کې د تروریستانو لپاره خوندی پټنځایونه نشته او زیاتوی چې حقانی شبکه هم په دې هېواد کې مرکزونه نه لری.
پاکستانی رسنۍ د دې جګپوړی پاکستانی چارواکی له قوله خبر ورکوی چې نوموړی همداراز وایی امریکا باید د هلمند د شورا او د دې ولایت د کوکنارو د کروندو له وجې اندېښنه ولری، خو د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د دفاع د وزیر دا وینا ردوی.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری تېره شپه له آزادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې په هلمند کې د هلمند د شورا په نوم د وسله والو طالبانو مشرتابه نشته.
نوموړی زیاته کړه:
«د پاکستان حکومت او پوځیان عملاً د تروریستانو ملاتړ کوی، په هلمند کې قطعاً د طالبانو شورا نشته، دوی کوښښ کاوه چې د کوټې شورا هلمند ته انتقال کړی، خو دا امکان نه لری ځکه موږ اجازه نه ورکوو، که پاکستان د دوی ملاتړ ونه کړی په افغانستان او سیمه کې جګړه ختمېږی.»
چارواکو په وار وار ویلی دی چې طالبان او نورې تروریستی ډلې په پاکستان کې خوندی پټنځایونه لری.
دوی وایی، ترڅو چې دا پټنځایونه له منځه ولاړ نشی په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات نشی ټینګېدلای.
خرم دستګیر دا څرګندونې وروسته له هغه کوی چې متحده ایالاتو څو میاشتې مخکې اعلان وکړ چې له پاکستان سره په امنیتی برخه کې مرستې به تر هغه مهاله وځنډوی چې دا هېواد په خپل قلمرو کې د حقانی شبکې او نورو تروریستی ډلو پرضد قاطع اقدام ونه کړی.
په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نېکلسن پرون، پروان ولایت ته د سفر پرمهال وویل چې د امریکا متحده ایالات به پر پاکستان فشار ته دوام ورکړی څو د هغو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلی چې په افغانستان کې ورانکار فعالیتونه کوی.
پاکستانی چارواکو ویلی چې د دې هېواد پوځ د وسله والو ډلو او تروریستانو پرضد مبارزه کړې او په دې برخه کې یې خورا زیاتې قربانۍ ورکړې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.