د شفافیت د څار بنسټ: په ګـمرکـونو کـې د فساد شتـون شـک نه لـری

گزارشگر:دوشنبه 14 حوت 1396 - ۱۳ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ له حکومته غواړی چې د هېواد له ګمرکونو او په تېره د حیرتان له ګمرکه دې د زورواکو لاسونه لنډ کړی.
د افغانستان د شفافیت د څاربنسټ وایی، د هېواد د ګمرکونو دعوایدو په راټولو کې د دولت د څار نشتوالی د ګمرکونو غیرقانونی عوایدو راټولو ته لاره هواره کړې.
د دغه بنسټ رئیس اکرام افضلی د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب ۱۳ مه» ازادی راډیو ته وویل، په دې کې هېڅ شک نشته چې د ګمرکونو د عوایدو په غیرقانونی راټولو کې دې فساد او ناوړه ګټه اخیستنه نه وی شوی.
د ده په خبره، په دې کې زورواکی هم شامل دی.
نوموړی زیاتوی:
«په دې کې شک نه شته چې سیمه ایز زورواکی دې په دغو ناوړو ګټو اخیستنو کې لاس ونه لری، دغه ناوړې ګټې اخیستنې په جدی توګه موجودې دی، د ګمرکونو د عوایدو د ټولولو په برخه کې باید، د زورواکو د لاسوهنو مخه ونیول شی، دغې ستونزې افغانستان له یوه مات حالت سره مخ کړی دی.»
په دې وروستیو کې ایکونومیسټ مجلې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د بلخ پخوانی والی د حیرتانو له ګمرکه په کلنی ډول ۹۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړی دی.
خو په راپور کې د شوې ادعا په اړه، د اسنادو د موجودیت خبره نه ده شوې .
وموغوښتل په دې اړه د عطامحمد نور د ویاند نظر هم ولرو، خو بریالی نه شو او د افغانستان د مالېې وزارت هم د موضوع په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
په ورته وخت کې د بلخ پخوانی والی چې خپله استعفا یې منتفی بللې او لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوی، په خپله توېټرپاڼه دغه ادعا رد کړې ده.
د ولسی جرګې یو غړی رمضان بشردوست هم وایی، د هېواد د ګمرکونو عواید ټول حکومت ته نه رسېږی او ډېری زورواکی او پخوانی چارواکی دغو عوایدو ته لاس وروړی چې حکومت یې په مخنیوی کې پاتې راغلی دی.
دی وایی:
«دوی دغه عواید په خپلو منځونو کې وېشی او یوه لږه فیصدی یې دولت ته ورکوی، زموږ ګمرکونه د داسې کسانو په لاس کې دی چې قانون ته هېڅ درناوی نه لری، ایکونومیسټ چې یوه مشهوره مجله ده، په ځای ده چې به دې اړه اسناد وړاندې کړی چې د بلخ والی له کومه راهیسې د حیرتانو د بندر د عوایدو په خپلولو کې لاس لری، زه هیله مند یم چې د دغو غلو لاس وهنې به پای ته ورسېږی.»
ښاغلی بشردوست وایی، که د افغانستان عواید جدی وڅارل شی، څه باندې دوه میلیارده ډالره به ترې ترلاسه شی او که چېرې د ګمرکونو د عوایدو په راټولو کې د زورواکو لاسوهنې ادامه ولری، افغانستان به د جبران نه منونکو زیانونو شاهد وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.