امنیت شورا د افغانستان په سوله کې د سیمه ییزو لوبغاړو پر همکارۍ ټینګار وکړ

گزارشگر:شنبه 19 حوت 1396 - ۱۸ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې پرون پنجشنبه په نیویارک کې جوړه شوه، د افغانستان پر حالاتو، په تېره بیا د دغه هېواد پر سولې خبرې وشوې.
د دې شورا ځینو غړو د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو رغنده ګډون او همکاری مهمه وبلله.
د امنیت شورا د مارچ د میاشتې دوره یی مشری د هالنډ په غاړه ده.
غونډې ته د هالنډ د بهرنۍ سوداګرۍ او انکشافی همکارۍ وزیرې سیګرید کاګ وویل، د افغانستان د حکومت په مشرۍ د هر اړخیزو خبرو له لارې په دې هېواد کې سوله راتلای شی.
دې په عین حال کې وویل، دا کار د سیمه ییزو شریکانو له رغنده همکارۍ او رښتینې ژمنې پرته ممکن نه دی.
نوموړې زیاته کړه:
«موږ د افغانستان د حکومت په مشرۍ یوازې د جامع خبرو له لارې سوله ټینګولای شو، نړیواله ټولنه دې خپله انرژی د سولې پر خبرو اترو متمرکزه کړی، حل لاره باید په زغرده سیاسی وی او دا کار د سیمې د ټولو شریکانو له رغنده او حقیقی ژمنې پرته امکان نه لری.»
د ملګرو ملتو امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان پر سولې خبرې کوی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی ۱۰ ورځې وړاندې د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې د سولې یوه نوې طرحه وړاندې کړه.
ده وویل، د افغانستان حکومت چمتو دی چې بې قید او شرطه له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړی او دا ډله د یوه سیاسی ګوند په توګه په رسمیت وپېژنی.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې د افغانستان د حکومت د سولې دا وړاندیزونه رسماً رد کړی نه دی.
خو پخوا یې ویلی چې د افغانستان له حکومت سره نه؛ بلکې له امریکا سره خبرې کوی.
د امنیت شورا په غونډه کې د سویډن د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې انیکا سودر له طالبانو وغوښتل چې له دې فرصته استفاده وکړی او د سولې خبرې پیل کړی.
دې وویل:
«د ترورېستی ډلو له لورې تاوتریخوالی باید ودرول شی، شخړه یوازې د سیاسی خبرو له لارې حل کېدای شی، د کابل پروسې دوهم کنفرانس تېره اوونۍ دایر شو او د افغانستان حکومت د دې غونډې په لړ کې د لارې یوه رغنده نقشه د سولې لپاره وړاندې کړه، موږ له طالبانو غواړو چې خبرو اترو ته تیار شی، له سیمه ییزو لوبغاړو هیله کېږی چې د سولې په هلوځلو کې خپل رول ولوبوی.»
له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازی تدامیچی یاماموتو د افغان ولسمشر د سولې نوې طرحې ته په اشارې وویل، طالبان دې را وړاندې شی او د افغانانو د کړاوونو او دردونو د پای ته رسېدو لپاره دې، د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کېنی.
د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه د روان میلادی کال په وروستیو کې د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو یادونه هم وشوه.
تمه ده چې دا کنفرانس د ملګروملتونو په کوربه توب د نومبر په ۲۸ مه د سویس په جینیوا ښار کې جوړ شی.
همداراز ټاکل شوې ده چې شااوخوا ۲۰ ورځې وروسته د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د غونډې کوربه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.