دفاع وزارت: د «نصرت» پوځی عملیاتو ډېر تمرکز به پر شمالی ولایتونو وی

گزارشگر:شنبه 26 حوت 1396 - ۲۵ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت وایی، د «نصرت» عملیاتو په پیلېدو سره به د شمالی ولایتونو د امنیت ټینګښت ته جدی پام وشی.
د ۱۳۹۷ لمریز کال په رارسېدو سره د افغانستان دفاع وزارت په ټول هېواد کې د پسرلنیو عملیاتو د پیل خبره کوی او وایی چې دغه عملیات له پخوانیو هغو سره ډېر توپیر لری.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د کب ۲۴» ازادی راډیو ته وویل چې د نصرت په نامه دغو عملیاتو کې به هغو سیمو ته ډېر پام وشی چې له جدی امنیتی ګواښونو سره مخ دی.
نوموړی زیاته کړه:
«د نصرت عملیات د ټول افغانستان لپاره دی چې شمالی ولایتونه هم په‌کې شامل دی، په دغو عملیاتو کې ټولې هغه سیمې په نښه شوی چې امنیتی ګواښونه په‌کې لوړ دی، عملیات د حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږی او افغان ځواکونه به ټولې هغه سیمې له وسله‌والو مخالفینو څخه تصفیه کړی کوم چې په‌کې حضور لری.»
د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د نصرت پوځی عملیاتو تمرکز به په شمال کې پر جوزجان، سرپل، بغلان او بدخشان ولایتونو وی.
دا یوازې د افغانستان دفاع وزارت نه‌دی چې د هر کال په پیل کې د پسرلنیو عملیاتو خبره کوی، بلکې وسله‌والو مخالفینو هم تر دې دمخه تل ورته عملیات اعلان کړی دی.
د پوځی چارو یو شمېر کارپوهان اندېښه ښی چې ممکن په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان جګړه اورنۍ شی.
د دغو کارپوهانو له ډلې جنرال خدایداد وایی، دا چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی طالبان به هم په خبرو کې له قوی دریځه د ګډون په هدف خپلو حملو ته زور ورکړی.
د ښاغلی خدایداد په خبره که څه هم طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه‌لری، خو د نصرت عملیاتو پر ښه مدیریت او ښې همغږۍ ټینګار کوی.
نوموړی زیاته کړه:
«څومره چې فکر کېږی طالبان هومره قوی نه‌دی که افغان ځواکونه سم اداره، مدیریت او سمبال شی کولای شی د افغانستان په شمال او جنوب کې طالبان وځپی.»
د ښاغلی خدایداد په خبره د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د طالبانو د ګواښونو سربېره د داعش ډلې فعالیتونه هم د اندېښنې وړ دی او په کار ده چې د افغانستان دفاع وزارت په پسرلنیو عملیاتو کې دا مسئله هم له پامه ونه‌غورځوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.