کورنیو چارو وزارت: د کـورونو د تـلاشۍ په پـلان کـې بهرنی ځـواکونه شامـل نـه دی

گزارشگر:دوشنبه 28 حوت 1396 - ۲۷ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د بهرنیو ځانګړو ځواکونو له خوا د کورنو د تلاشی خبره ردوی او وایی چې دا به یوازې افغان ځواکونه تر سره کوی.
د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د کورنو په تلاشۍ کې د امریکایی ځواکونو د ګډون په تړاو د واشنګټن پسټ ورځپاڼې راپور ناسم بولی وایی چې په هېڅ وجه به دغه ځواکونه په دې چارو کې ګډون ونه کړی.
واشنګټن پُست ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلی چې له دې وروسته به امریکایی ځانګړی ځواکونه په کابل ښار کې د شپې عملیات کوی او کورنه به تلاشی کوی.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمی د یکشنبې په ورځ«۱۳۳۹۶کال کب ۲۷» ازادی راډیو ته وویل چې په کابل کې د شپې عملیات نه کېږی او شکمن کورنه به هم یوازې د افغان امنیتی ځواکونو له خوا تلاشی کېږی.
نوموړی زیاته کړه:
«له هغو سیمو چې استخباراتی راپورنه ترلاسه شی، هغه سیمې به تلاشی کېږی، په دغه پلان کې امریکایی ځواکونه شامل نه دی، یوازې ملی پولیس، ملی اردو او د ملی امنیت ځواکونه به په کې ګډون ولری.»
د نوموړی په خبره، افغان امنیتی ځواکونه د دغه پلان د پلې کېدو وړتیا لری او په دې برخه کې د نړیوالو ځواکونو همکارۍ ته اړتیا نه لیدل کېږی.
په کابل کې تر خونړیو حملو وروسته، امنیتی بنسټونو پر یو هر اړخیز امنیتی پلان کار پیل کړ چې د موانعوو جوړول، د سیارو سکنرونو نصبول، د مشکوکو کورونو پلټل یا تلاشی کول او نور موارد په کې شامل وو.
ښاغلی رحیمی وایی، د افغان امنیتی او نړیوالو ځواکونو په ګډو بحثونو کې جنرال جان نېکلسن تل ټینګار کړی چې له امنیتی پلوه په زیانمنو سیمو کې به یوازې افغان امنیتی ځواکونه عملیات کوی.
له دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان ویلی و چې طالبانو په کابل کې ځای نیولی او په ښار کې شبکې لری چې حملو ته سهولتونه برابروی.
نوموړی ویلی د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلافی ځواکونه د مګری د کابل امنیت د خوندیتوب په هدف هلې ځلې کوی.
د کابل امنیه قوماندان داود امین هم ویلی چې همدا شبکې په کابل کې انتحاری حملې او چاودنې پلانوی.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د حکومت پر مهال، په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې عملیات او کور په کور تلاشۍ د نوموړی او خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ او ودرول شول.
په ورته وخت کې د امنیتی چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایی، افغان ځواکونه د دې وړتیا لری چې د کابل ښار امنیت خوندی کړی.
د دې کارپوهانو له ډلې صدیق ساحل وایی، نړیوال ځواکونه باید له افغان ځواکونو سره د استخباراتی اطلاعاتو په شریکولو کې هم مرسته وکړی.
نوموړی زیاته کړه:
«داخلی ځواکونه مجهز نه دی د تجهیزاتو او د ظرفیت له نظره اړتیا ده چې هغوی«نړیوال ځواکونه» مداخله وکړی، یوازې مشوره ورکړی او اطلاعات شریک کړی.»
ښاغلی ساحل وایی، په کابل کې د خلکو د کورونو په تلاشی کې د امریکایی ځواکونو ګډون به د خلکو احساسات راوپاروی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.