عبدالله: د تاشکند کنفرانس به له سولې او سیمه‌ییزې همکارۍ سره مرسته وکړی

گزارشگر:سه شنبه 7 حمل 1397 - ۰۶ حمل ۱۳۹۷

mandegar-3د افغان حکومت اجرائیه رئیس تاشکند کنفرانس ته هیله‎مند دی وایی، په دغه کنفرانس کې به د کابل پروسې پرېکړې تعقیب او له عملی کېدو سره به‌یې مرسته وشی.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس زیاتوی چې د تاشکند کنفرانس به د افغانستان له سولې او سیمه‎ییزې همکارۍ سره مرسته وکړی.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وری ۰۶» د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته په خبرو کې وویل چې په یاد کنفرانس کې به له افغان سولې سربېره د سیمه‎ییزې همکارۍ په اړه هم خبرې وشی.
نوموړی وایی:
«دا یو مهم نړیوال او سیمه‎ییز کنفرانس دی، هیله‌مند یم چې دغه کنفرانس د کابل پروسې له دوام سره مرسته وکړی، ان‌شاءالله د تاشکند کنفرانس به د افغانستان د خلکو له ارمانونو سره چې سوله او ثبات دی او دغه‌شان له سیمه‎ییزې همکارۍ سره زیاته مرسته وکړی.»
ټاکل شوې دغه کنفرانس نن د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شی چې له افغان ولسمشر سربېره به د ازبکستان ولسمشر هم ورته وینا وکړی.
د تاشکند په کنفرانس کې به د متحده ایالاتو، اروپایی ټولنې، پاکستان، ایران، چین او روسیې په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازی هم ګډون وکړی.
د کنفرانس ګډون‎واال به د افغانستان د سولې پروسې او په سیمه‎ییزې امنیتی همکاری خبرې او بحث وکړی.
د تاشکند کنفرانس کې به د کابل پروسې پرېکړې تعقیب او له عملی کېدو سره به‌یې مرسته وشی.
دا په داسې حال کې ده چې تاشکند په ۱۹۹۹ میلادی کال کې هم د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه و.
د نړیوالو چارو افغان کارپوه خالد سادات وایی، د تاشکند په کنفرانس کې به د کابل پروسې د دوهم پړاو ناستې په ځینو هغه مسایلو چې د سیمه‎ییزې همکارۍ په اړه دی هم بحث وشی.
دی وایی:
«مهمه خبره دا ده چې د کابل پروسې دوهم کنفرانس ځینی مسایل سیمه‎ییزې همکارۍ پورې تړاو لری، زیات مسایل شته چې هغه د سیمه‎ییزې همکارۍ په حضور کې باید ترسره شی، زما باور دا دی چې د سولې په اړه د افغان حکومت دریځ د تاشکند په کنفرانس کې تر پراخ بحث وروسته عملی بڼه خپلولی شی.»
د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند دوه ورځنی کنفرانس داسې مهال پیلېږی چې د روان میلادی کال د فبرورۍ په ۲۸مه د کابل پروسې دوهم کنفرانس په کابل کې جوړ شو او افغان ولسمشر اشرف غنی په‎کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.
خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت دغه وړاندیز ته ځواب نه‎دی ویلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی، د تاشکند په کنفرانس کې به نړیوال یو ځل بیا په افغانستان کې د سیاسی جوړ جاړی لپاره له روانو هڅو ملاتړ وکړی.
خالد سادات وایی، په دغه کنفرانس کې به هغه شکونه چې روسیه‌یې د افغانستان، مرکزی اسیا او په سیمه کې د امریکا د حضور په اړه لری مطرح شی او هغه هېواد به په ښکاره توګه خپل ځوابونه ترلاسه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.