د سولې عالی شورا: خوشې شوی طالبان باید د جګړو لیکو ته لاړ نه شی

- ۱۲ جدی ۱۳۹۱

د سولې د عالی شورا چارواکیو له پاکستانیو زندانونو نه د طالب مشرانو د خوشې کېدو هر کلی کړی؛ خو ویلی یې دی هېڅ تضمین  شتون نه لری چې هغوی دې بېرته د جګړو لیکو ته نه ځی.
همدارنګه د دې شورا چارواکی وایی، په کار ده لومړی هغه طالبان خوشې شی چې د سولې خبرو ته لېوالتیا لری.
د سولې د عالی شورا مرستیال مولوی عطا الله لودین ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې دوی د پاکستان له لوری د طالب مشرانو د خوشې کېدو هر کلی کوی.
هغه وویل، په کار ده چې د دې طالب مشرانو لپاره د سولې د عالی شورا په مرسته یو مشخص ادرس پیدا او د سولې په خبرو اترو کې شامل شی او د دوی د هغه اثر رسوخ نه په ګټنې چې د طالبانو په منځ کې یې لری، د سولې په خبرو کې استفاده وشی او دا یوه وسیله شی.
نوموړی زیاته کړه، له پاکستانه غواړی چې د طالب مشرانو په خوشې کېدو کې دې د سولې عالی شورا په جریان کې کړی، څو د افغان کشالې په حل کې ترېنه اغېزمنه ګټه پورته شی.
د سولې د عالی شورا مرستیال وویل، ملا نورالدین ترابی په طالبانو کې، مهم، له پراخ نفوذ نه برخمن او اغېزمن شخص دی او دوی هیله من دی چې د سولې په برخه کې نوموړی مرسته وکړی.
ښاغلی لودین وایی، که ملا ترابی افغانستان ته راشی نو افغان حکومت به ورته ټول هغه امکانات او سهولتونه برابر کړی، چې دمګړۍ په افغانستان کې شته نور برجسته رجال یې لری.
دی زیاتوی، افغانستان ته د نوموړی راتګ به د سولې د پروسې د تعقیب او مخته تګ لپاره یو مهم قدم وی؛ خو که کابل ته نه راځی ښه دا ده چې د پاکستان پر ځای یوه درېیم هېواد ته لاړ شی او له هغه ځایه د افغانستان د قضیې په حل کې مرسته وکړی او ناخوالې پای ته ورسوی.
مولوی عطاالله لودین وویل، دوی د ټولو طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، نه د مشخصو افرادو خو بیا هم د پاکستان دغه کړنه د ستایلو ده او په پاکستان کې وروستۍ کړنې د دې ښودنه کوی، چې پاکستان هم له تاوتریخوالی کړېږی او اوس په رښتینی غواړی د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.
د نوموړی په خبره، کېدای شی د پاکستان کورنی وضعیت، نړیوال فشارونه او د سولې عالی شورا غوښتنه لامل شوې وی، چې پاکستان طالب مشران له بنده خوشې کړی.
هغه زیاتوی، په کار ده ټول هغه طالب مهم مشران له بنده خوشې شی چې د سولې خبرو ته لېواله وی او غواړی چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.
مولوی لودین وویل، د دغو طالب مشرانو په خوشې کېدو سره به یې کورنۍ خوشاله وی؛ خو په کار ده چې د کورنۍ له خوشالۍ سره سره د سولې په برخه کې هم مرسته وکړی.
د سولې د عالی شورا دغه چارواکی په دې اند دی، که چېرې له بنده خوشې شوی طالبان یوازې خپلو کورونو ته ورځی نو د سولې له پروسې سره به مرسته ونه کړی.
هغه وایی، هېڅ تضمین شتون نه لری، چې خوشې شوی طالب مشران به له طالبانو سره نه یو ځای کېږی او خپلو جبهو ته به نه ستنېږی.
نوموړی وایی، د دوی اندېښنه هم دا ده چې باید یو تضمین شتون ولری، چې خوشې شوی طالب مشران که د سولې په برخه کې مرسته نه کوی او برخه نه اخلی؛ نو حد اقل خو به بېرته د جګړو جبهو ته نه ځی.
ده زیاته کړه، د سولې د عالی شورا غوښتنه د دې لپاره نه ده چې طالب مشران دې له زندانه خوشې او بېرته د جګړو لیکو ته ورشی.
هغه وایی، لکه څنګه چې طالبان له ګوانتامو نه د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوی؛ دوی دغه ډول غوښتنه تر اوسه له پاکستانه نه ده کړې او یوازینۍ مرجع چې دغه غوښتنه کوی، هغه د سولې عالی شورا ده.
مولوی لودین وویل، طالبان باید د سولې د عالی شورا په دې غوښتنه خوشاله شی او د خوشالۍ پیغام باید دا نه وی، چې بېرته د جګړو لیکو ته ورشی.
د سولې د عالی شورا مرستیال زیاته کړه، طالب زندانی مشرانو په پاکستانیو زندانونو کې ډېرې سختې ګاللی، د قضیې د ټولو ابعادو په اړه معلومات لری او په دې به هم پوه وی، چې پاکستان ورته نور هغه اخلاص هم نه لری؛ ځکه دوی خپل اهداف لری او خپل اهداف پرمخ بیایی.
هغه وایی، دوی ته مهمه نه ده چې طالب وژل کېږی، یا اردو او پولیس، یوازې دوی ته خپل اهداف مهم دی.
مولوی عطاالله لودین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ویل کېږی، ملا برادر وژل شوی وویل، په دې برخه کې معلومات نه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.