دفاع وزارت: که د پاکستان حملې تکرار شی، په ټول قوت یې ځوابوو

گزارشگر:شنبه 18 حمل 1397 - ۱۸ حمل ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د ملی اردو ځواکونه د کونړ او نورستان په سرحدی سیمو کې په لومړۍ درجه احظاراتو کې دی او که د پاکستان حملې تکرار شی افغان ځواکونه به یې په ټول قوت ځواب ورکړی.
د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د دفاع وزارت د اوپراسیون د رئیس په مشرۍ د دفاع وزارت یو پلاوی اسلام‎اباد تللی، څو د پاکستانی حملو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړی.
نوموړی وایی:
«د غبرګون په ترسره کولو سره سرغړونې بندې شوی دی او همدا راز یو دوه ستوری پلاوی پاکستان تللی دی، د پلاوی د خبرو لومړیتوب به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو مسئله وی، دا مهال موږ په لومړۍ درجه احظاراتو کې یو او که بیا هم د پاکستان له لوری هغه ډول سرغړونې چې مخکې یې ترسره کړی تکرار شی، موږ به یې په ټول قوت په مقابل کې غبرګون وښیو.»
دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې د پاکستان د مخکنیو سرغړونو په دوام د چهارشنبې په ورځ جېټ الوتکو د کونړ د دانګام ولسوالۍ پر یوې سیمې څلور بمونه غورځولی دی.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه حمله غندلې او هغه یې د افغانستان پر هوایی حریم تېری او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې ده.
له بلې‎خوا د کونړ د والی ویاند عبدالغنی مصمم د پنجشنبې په ورځ ازادی راډیو ته ویلی چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دانګام پر ولسوالۍ ۶۰۰ راکټونه وېشتلی چې له کبله یې یو ښځه ټپی شوې او مالی زیانونه هم اړولی دی.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا رد کړې چې ګواکې پاکستان په افغان خاوره کې عملیات کړی دی.
پاکستان وایی هوایی ځواک یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړاوی نه‎دی کړی
په اعلامیه کې همدا راز راغلی چې پاکستان په خپلې خاورې کې د هغه ترورېستانو پر ضد عملیات کړی چې په خبره یې له افغانستانه راځی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې نن جمعه د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسی کابل ته سفر کړی دی.
د پوځی چارو د کارپوهانو په خبره ولسمشر غنی باید په جدی توګه د پاکستان له صدراعظمه وغواړی چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سرغړونې او پر افغان خاوره حملې بندی کړی.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین مېرزا محمد یارمند وایی، پاکستان د افغانستان پر وړاندې له استخباراتی تکتیکونو کار اخلی او پر افغان خاوره یې د حملو بندېدل هم مؤقتی دی.
نوموړی زیاتوی:
«کله چې د افغانستان له‎خوا غبرګون ښودل کېږی، پاکستانیان خپلې حملې بندوی ځکه چې خبره جګړې ته ونه رسېږی او د پاکستان په مقابل کې ملی پاڅون رامنځته نه‎شی، خو دوی چې له کومې لارو چارو استفاده کوی هغه استخباراتی دی او هرکله چې افغانستان غبرګون ښیی، دوی خپلې حملې بندوی.»
د ښاغلی یارمند په خبره د تل لپاره پر افغان خاورې د پاکستان د حملو د مخنیوی لپاره باید سیاسیون او د افغانستان خلک په یوه واحد صف کې د پاکستان پر وړاندې ودرېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.