پر ډیـورند کرښـې له موانعـو جـوړولو د بریتـانیا د مـلاتړ په اړه د افغــانستان غبــرګون!

گزارشگر:دوشنبه 20 حمل 1397 - ۱۹ حمل ۱۳۹۷

mandegar-3وروسته له هغه چې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز د پاکستان لخوا د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د ترورېزم سره د مبارزې په هدف د موانعو جوړولو ملاتړ وکړ، افغان چارواکی وایی، د موانعو جوړول د تروریستی فعالیتونو مخه نشی نیولای.
د افغانستان د ملی امنیت د شورا د دفتر ویاند قادرشاه د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د ترورېزم سره مبارزه سیاسی ارادې او عملی اقداماتو پورې اړه لری.
ښاغلی قادرشاه وایی، د تروریستی ډلو پټنځایونه د کرښې هغې غاړې دی او د موانعو جوړولو پرځای په کار ده چې یاد پټنځایونه له منځه یوړل شی.
نوموړی زیاته کړه:
«د موانعو په جوړولو سره د تروریستی فعالیتونو مخه نشی نیول کېدای، مهمه دا ده چې سیاسی اراده ولرو څو د تروریستی ډلو مشخص مرکزونه چې د ډیورند کرښې هغه غاړې ته دی له منځه یوړل شی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږی چې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز پاتریک کارتر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره په لیدنه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو ملاتړ کړی دی.
ایکسپرېس ټربیون خپرونې راپور ورکړی چې پاتریک کارتر د ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان رول ستایلی او ویلی دی چې د پاکستان لخوا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړولو سره به د سرحدی سیمو په امنیتی وضعیت کې ښه والی راشی.
پاکستان تېر کال د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو په جوړولو پیل وکړ او ویې ویل چې په دې کار سره غواړی دواړو هېوادونو ته د تروریستانو د تګ راتګ مخه ونیسی.
هغه مهال هم په کابل کې د بریتانیا سفارت د پاکستان لخوا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو نه یو ډول ملاتړ کړی و چې د افغان چارواکو له تندو غبرګونو سره مخ شوی و.
خو افغان حکومت د پاکستان پر دغه اقدام کلک انتقادونه وکړل او ویې ویل چې دغه کار د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د مرستې پر ځای د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو د اندېښنې او بېل والی لامل ګرځی.
د افغانستان د ولسی جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار هم وایی، د پاکستان لخوا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړول سم کار نه دی او بریتانیایی چارواکی د خپلو ګټو په خاطر د دغه کار ملاتړ کوی.
نوموړی زیاته کړه:
«موږد ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو سره مخالف یو، ځکه دا د قومونو ترمنځ بېلوالی راولی، بهرنیان د افغانستان او پاکستان د ګټو په کیسه کې نه دی، بلکې په داسې مسایلو کې خپلې ګټې ګوری او دا شان مسایل مطره کوی، افغانستان او پاکستان دواړه باید دا مسایل درک کړی.»
افغانستان د ډیورند کرښه په رسمیت نه پېژنی او افغان چارواکو تل دا ویلی چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د یو اړخیزو اقداماتو حق نه لری.
بلخوا د سیاسی چارو کارپوه فیض محمد ځلاند د پاکستان لخوا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړولو په برخه کې د بریتانیا ملاتړ ته په اشارې سره وایی چې بریتانیا اوږدمهاله پالیسۍ لری او په داشان دریځ سره غواړی د خپلو پالیسو عملی کولو ته زمینه برابره کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.