گزارشگر:چهارشنبه 22 حمل 1397 - ۲۱ حمل ۱۳۹۷
د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، هغه پاکستانی علماء چې په افغانستان کې مسلمان وژنه جهاد ګڼی، د نړۍ د علماوو په کنفرانس کې یې ګډون مهم دی.
تمه ده چې د افغانستان په اړه د اسلامی نړۍ د علماوو یو لوی کنفرانس په یوه اسلامی هېواد کې وشی.
دغه څرګندونې د افغانستان د سولې عالی شورا ویاند سید احسان طاهری د سې شبنې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وری ۲۱» ازادی راډیو ته وکړې.
نوموړی وویل:
«له بده مرغه ځینی پاکستانی علماء د افغانستان جنګ شرعی بولی او مسلمان وژنه جهاد ګڼی، دوی باید د اسلامی نړۍ په ځانګړې توګه د افغانستان له علماوو سره کېنی او خبرې وکړی، څو په دې پوه شی چې د اسلام په مبارک دین کې انسان وژنه نهشته، بلکې دا د سولې او مذاکرې دین دی او جګړه چې د هر چا په منځ کې وی، مردودهیې ګڼی.»
دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالی شورا په خبره، په افغانستان او یا هم سعودی عربستان کې د افغانستان په اړه د اسلامی نړۍ د علماوو د کنفرانس په اړه ځینی ګامونه اخیستل شوی دی.
دغه شورا وایی، په دې اړه د اسلامی هېوادونو د همکارۍ سازمان او د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو د علماوو په ځانګړې توګه، د هندوستان د دیوبند، اندونیزیا او قطر علماوو سره خبرې شوې دی.
د دې شورا د ویاند په خبره، په دغه کنفرانس کې به د اسلام له نظره د افغانستان د جګړې په اړه د نړۍ د علماوو لهخوا بحث وشی.
ښاغلی طاهری هیلهمند دی چې دغه کنفرانس په نږدې راتلونکی کې ترسره شی.
بلخوا ټاکل شوې وه چې په تېره میلادی میاشت کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو ناسته په جاکارتا کې ترسره شوې وی، خو دغه کنفرانس د پاکستانی علماوو د نهګډون له امله تر اوسه نهدی ترسره شوی.
د افغانستان دولت په دې وروستیو کې د سولې د طرحې له وړاندې کولو وروسته هڅې ډېرې کړی، څو له هرې ممکنې لارې طالبان د خبرو اترو مېز ته راکاږی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو کارپوه فاروق اعظم وایی، د اسلامی علماوو دغه ناسته باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه پرېکړه وکړی.
ښاغلی اعظم زیاتوی:
«زه وایم چې د علماوو دغه ناسته باید په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو باندې وی او ووایی چې جنګ باید نور ختم شی او د جګړې ښکېلې خواوې باید دغه نزاع پای ته ورسوی.»
د ده په خبره، که پاکستانی علماء په دغه کنفرانس کې ګډون وکړی او د افغانستان د جګړې په اړهیې فتواوې سیاسی وی، نو ممکن ورڅخه تېر شی.
د افغانستان د سولې عالی شورا هم وایی، د نړۍ د اسلامی علماوو کوم کنفرانس چې ټاکل شوې ترسره شی، دوی هیله لری چې په افغانستان کې د ناروا جګړې په اړه فتواوې صادرې کړی.
Comments are closed.