انتخابات نبـاید تحـریم شـی

گزارشگر:دستگیر روشنیالی/ سه شنبه 4 ثور 1397 - ۰۳ ثور ۱۳۹۷

بی له دی چی د انتخاباتو پایلی به څه وی او بی له دی چی څوک به پارلمان ته راځی انتخابات په خپله یوه تاریخی لاس ته راوړنه دی. افغانستان چی د ډیر سخت او ډیر پیچیلی لیږد “ گذار” په مرحله کی دی او دلته د یوه ایدیال پارلمان غوښتنه یوه خالصه اوتوپیا دی. بی له شکه تر اوسه په ټولنه کی د mandegar-3زور او ثروت، د فریب او ریاکاری، د تهدید او تطمیع کولو… لاس بر دی او اعتراف باید وکړو چی دا ټولنه په پراخه توگه د ذهنی استبداد په اسارت کی دی او له دی ډول حالته تیریدل په فرمان ورکولو، قومانده ورکولو او تحریم کولو نه تر سره کیږی.
په هغه ټولنه کی چی د سلگونو کلنو له پاره د سیاسی. فرهنگی، ذهنی استبداد په یرغمل بدله شوی وی او دواړه سیاست او قدرت د فرد، د کورنۍ، د یوې … ډلې حق او مالکیت بلل کیږی انتخابات یو بری او یو پرمختگ دی.
١- انتخابات په دواړو سیاست او قدرت د فرد، د کورنۍ، د ډلې… انحصار ماتوونکی دی.
٢- اتخابات د ټولنی د سیاسی بیداری، سیاسی شعور او جمعی ارادی خوزونکی ځواک دی او انتخابات په سیاست کی د فرمان او حکم په ځای د جمعی شعور او د جمعی ارادی انعکاس دی.
٣- انتخابات له د پیړیو اوږدی سیاسی بیگانگی د ټولنی د ژغورولو یوه تر ټولو پیاوړی وسیله ده او دا انتخابات دی چی سیاست د ټولو په چاره بدلوی او یا ټول په سیاست کی عملی گډون ته را بولې. دا انتخابات دی چی د ټولنی له سیاسی کولو سره مرسته کوی.
۴- انتخابات خلکو ته د حق او قوت درلودلو احساس ورکوی. کله چی کاندیدا له خلکو د رایی غوښتنه کوی او وایی “ زه د تاسو په قوت وکیل کیدای شم…” دا خلکو ته ددی احساس ورکوی چی دا د دوی قوت دی چی کاندیدا وکیل کیدای شی او دا احساس ورورو د خلکو د سیاسی ژوند په واقعیت بدلیږی.
۵- اتخابات په سیاست کی د یو بل نفی کول او په زور د واک تر لاسه کول په سیاسی سوله ایزه سیاسی سیالې بدلوی او سیالان له یو بل سره د دوښمنانو په توگه نه، بلکی له یو بل سره د مخالیفینو په توگه مخامخ کیږی او دا په خپله یوه لویه سیاسی لاس ته راوړنه او یو تاریخی لیږد دی.
۶- انتخابات د سیاسی دموکراسی تر ټولو ځواکمنه وسیله ده. انتخابات په ټولنه کی د سیاسی پلورالیزم له ودی سره مرسته کوی او سیاسی ازادیگانی د سیاسی ژوند په واقعیت بدلوی.
ته او انتخابات
ته ځان د کاندیدا په سوری مه بدلوه. انتخابات د انسانانو تر منځ د پیر او مرید، د فرمان ورکونکی او فرمان وړونکی، د بادار او غلام … رابطه نه دی. دا د انسانانو تر منځ د زور او ثروت رابطه هم نه دی. دلته فهم، عقل او اراده عمل کوی. ته په انتخاباتو کی د یوه خپلواک انسان په توگه برخه واخله. انتخابات له قمومیت او انحصار د ژغورولو لاره ده. ته په دی کار کی خپله انسانی او خپله فکری خپلواکی وساته. دا د تا انتخاب دی او د تا انتخاب باید د پیسو، زور، فریب، دروغو… په ځای د فهم او عقل په بنیاد وی. په انتخاب کی له خپل فهم کار واخله او له عقل د اخستلو جرآت ولره.
ظالم، غاصب، ثروت ټولونکی، غولونکی … ته په رایه ورکول سره ځان په خپله مه محکوم کوه. خپل برخلیک په خپله ظالم، غاصب، غله… ته مه سپاره. غله، ثروت ټولونکی، غاصب، جنگ سالار، غولونکی … ته رایه ورکول نه یوازی د فهم او عقل، بلکی د اوږدی مودی له پاره د وجدان عذاب هم دی. یو ازاد او یو خپلواک انسان هیڅکله په خپل فهم، په خپل عقل، په خپله اراده او په خپل برخلیک معامله اوسودا نه کوی.
پام دی وی، انتخابات د تا د فهم او عقل تر څنگ د تا د خپلواک فکر او د تا د ازادی ارادی ازمایښ هم دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.